ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پوهنتون د تدريسي روغتون کار کوونکي له فعاليت پرته معاشونه اخلي

د خوست پوهنتون د تدريسي روغتون کار کوونکي له فعاليت پرته معاشونه اخلي

author avatar
16 Apr 2016 - 11:44
د خوست پوهنتون د تدريسي روغتون کار کوونکي له فعاليت پرته معاشونه اخلي
author avatar
16 Apr 2016 - 11:44

خوست ښار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د خوست د شيخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون د کار کوونکو تشکيلات يواځې د کاغذ پر مخ ليکل شوي او پرته له فعاليته له تېرو څو کلونو راهيسې هره مياشت په منظم ډول معاشونه اخلي.

د دغه روغتون ودانۍ پنځه کاله مخکې د ۸ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د لاندينې پوړ په ګډون په څلورو پوړونو کې جوړه شوې، خو اوس داسې ښکاري چې له سره بيارغونې ته اړتيا لري.

دا روغتون تر اوسه غير فعال دی، خو د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته ۵۳ تنه کارکوونکي په تشکيل کې نيول شوي چې له دې ډلې ۳۸ بستونه يې ډک دي او له فعاليت پرته خپل معاشونه په منظم ډول ترلاسه کوي.

معلومات ښيي چې يادو ۳۸ استادانو، روغتيايي او نورو کارکوونکو پرته له کوم کار ترسره کولوسره د روغتون په تېرو څلورو کلونو کې د حاضرۍ خانې په امضاء کولو سره تورې کړې دي.

که څه هم پژواک خبري اژانس د يادو کسانو د دقيق معاش په اړه معلومات ترلاسه نه کړل، خو ځيني تقريبي ارقام ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې يې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ د معاش په ډول اخيستې دي.

که څه هم د پوهنتون مسوولينو د محصلينو د نيوکو او غوښتنو په ځواب کې تل د روغتون د ژر فعالېدو ژمنې ورکړې، خو محصلين وايي، ظاهراً په دې برخه کې هېڅ هلې ځلې نه دې ليدل شوې.

د محصلينو په وينا، که يادې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ د معاش پر ځای د روغتون امکاناتو ته ځانګړې شوې وای، تر ډېره بريده پرې د اړتيا وړ طبي وسايل رانيول کېدای شوای.

د طب پوهنځي محصل فاتح خان پژواک اژانس ته وويل چې طبي نظري زده کړې يې نيمايي ته رسولې، خو تر اوسه يې په دې برخه کې هېڅ ډول عملي زده کړې نه دې ليدلې.

هغه وويل، سره له دې چې د عملي زده کړو په خاطر يې د تدريسي روغتون په اړه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی، خو بيا هم د لوړو زده کړو له وزارت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ده زياته کړه: ((لکه د ننګرهار، کابل، مزارشريف، هرات او ځينو نورو پوهنتونونو کې تدريسي روغتونونه شته، خو موږ يې نه لرو. ودانۍ شته، خو وسايل او نور هېڅ امکانات نه لري.))

په همدې ترڅ کې په بېلابېلو وختونو کې د دغه پوهنتون د طب پوهنځي محصلينو د اعتراضيه لاريونونو پر مهال هم د لوړو زده کړو پر وزارت نيوکې کړې چې ګني پوره پاملرنه نه ورته لري.

د طب پوهنځي رييس ډاکتر جهان شاه تڼی وايي چې د ودانيو تر جوړولو وروسته د روغتونو د فعالولو په خاطر د پوهنتون د ادارې په همکارۍ يې د عملي زده کړو لپاره د زمينې برابرولو پوره هڅه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.