منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۷ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست پوهنتون د تدريسي روغتون کار کوونکي له فعاليت پرته معاشونه اخلي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د خوست د شيخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون د کار کوونکو تشکيلات يواځې د کاغذ پر مخ ليکل شوي او پرته له فعاليته له تېرو څو کلونو راهيسې هره مياشت په منظم ډول معاشونه اخلي.

د دغه روغتون ودانۍ پنځه کاله مخکې د ۸ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د لاندينې پوړ په ګډون په څلورو پوړونو کې جوړه شوې، خو اوس داسې ښکاري چې له سره بيارغونې ته اړتيا لري.

دا روغتون تر اوسه غير فعال دی، خو د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته ۵۳ تنه کارکوونکي په تشکيل کې نيول شوي چې له دې ډلې ۳۸ بستونه يې ډک دي او له فعاليت پرته خپل معاشونه په منظم ډول ترلاسه کوي.

معلومات ښيي چې يادو ۳۸ استادانو، روغتيايي او نورو کارکوونکو پرته له کوم کار ترسره کولوسره د روغتون په تېرو څلورو کلونو کې د حاضرۍ خانې په امضاء کولو سره تورې کړې دي.

که څه هم پژواک خبري اژانس د يادو کسانو د دقيق معاش په اړه معلومات ترلاسه نه کړل، خو ځيني تقريبي ارقام ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې يې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ د معاش په ډول اخيستې دي.

که څه هم د پوهنتون مسوولينو د محصلينو د نيوکو او غوښتنو په ځواب کې تل د روغتون د ژر فعالېدو ژمنې ورکړې، خو محصلين وايي، ظاهراً په دې برخه کې هېڅ هلې ځلې نه دې ليدل شوې.

د محصلينو په وينا، که يادې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ د معاش پر ځای د روغتون امکاناتو ته ځانګړې شوې وای، تر ډېره بريده پرې د اړتيا وړ طبي وسايل رانيول کېدای شوای.

د طب پوهنځي محصل فاتح خان پژواک اژانس ته وويل چې طبي نظري زده کړې يې نيمايي ته رسولې، خو تر اوسه يې په دې برخه کې هېڅ ډول عملي زده کړې نه دې ليدلې.

هغه وويل، سره له دې چې د عملي زده کړو په خاطر يې د تدريسي روغتون په اړه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی، خو بيا هم د لوړو زده کړو له وزارت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ده زياته کړه: ((لکه د ننګرهار، کابل، مزارشريف، هرات او ځينو نورو پوهنتونونو کې تدريسي روغتونونه شته، خو موږ يې نه لرو. ودانۍ شته، خو وسايل او نور هېڅ امکانات نه لري.))

په همدې ترڅ کې په بېلابېلو وختونو کې د دغه پوهنتون د طب پوهنځي محصلينو د اعتراضيه لاريونونو پر مهال هم د لوړو زده کړو پر وزارت نيوکې کړې چې ګني پوره پاملرنه نه ورته لري.

د طب پوهنځي رييس ډاکتر جهان شاه تڼی وايي چې د ودانيو تر جوړولو وروسته د روغتونو د فعالولو په خاطر د پوهنتون د ادارې په همکارۍ يې د عملي زده کړو لپاره د زمينې برابرولو پوره هڅه کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د طبي وسايلو د رانيولو لپاره يې د ۴۵۰ زره ډالرو منظوري اخيستې وه، خو د لوړو زده کړو وزارت پر داسې څه ولګول چې د دوی تر اړتيا يې ډېر کم ارزښت درلود.

هغه زياته کړه: ((پر دې پيسو وزارت او د وزارت دهليزونه رنګ کړل شول. خو داسې څوک پيدا نه شول، چې د شيخ زايد پوهنتون د دې پيسو پوښتنه وکړي. نه په وکيلانو، نه د پوهنتون په اداره، نه په موږ او نه هم زموږ په نورو مشرانو کې پيدا شول)).

ډاکټر جهان شاه تڼی طبي زده کړې له عملي کار پرته نيمګړې بولي او له مسوولينو څخه په ټينګار سره غوښتنه کوي چې د شيخ زايد پوهنتون د محصلينو دغه ستونزې جدي ونيسي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې موږ ټول تدريس د سلنې له مخې ووايو، بايد ۴۰ سلنه عملي تدريس ولرو، خو اوس موږ دا ۴۰ سلنه په هغه ډول چې اړتيا ده، نه يې لرو.))

هغه دغه راز وويل چې د طب پوهنځي يو شمېر محصلين د عملي زده کړو لپاره کله ناکله د خوست ولايتي ملکي روغتون ته ور ولي، خو اړتياوې يې پرې نه پوره کېږي.

د شيخ زايد پوهنتون رييس مجيب الرحمن کريمي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله، چې د پوهنتون د مشر په توګه د ده تر راتګ د مخه د تدريسي روغتون په برخه کې هلې ځلې بريالۍ شوې نه دي.

هغه د طبي وسايلو لپاره د منظور شوو پيسو د بېځايه لګښت د پوهنتون پر پخوانيو مسوولينو پورې تړلې موضوع وبلله، خو ويې ويل چې ده په خپله په دې برخه کې جدي منډې ترړلې پيل کړې دي.

کريمي زياته کړه چې د متحده عربي اماراتو له سفارت سره يې اړيکه ټينګه کړې او د نورو غوښتنو تر څنګ يې د طب پوهنځي د ياد تدريسي روغتون د فعالولو وړانديز هم ورته کړی دی.

هغه وويل: ((هيله لرو، هغه تجهيزات چې د محصلينو د زده کړو لپاره اړين دي، انشاالله د دوو مياشتو کې په موده کې راته برابر شي او دا کادري روغتون به د عملي زده کړو لپاره فعال کړو)).

همدارنګه د پوهنتون رييس هم وويل چې په ۱۳۹۱ هـ ل کې د کادري روغتون لپاره ۵۳ تنه تشکيل منظور شوی چې له دې ډلې ۱۷ تنه متخصصين او شل تنه اداري کارکوونکو يې پر دندو ګومارل شوي دي.

کريمي زياته کړه: ((کوم کارکوونکي چې موږ ګومارلي دي، د عامې روغتيا رياست سره په تفاهم په ملکي ولايتي روغتون کې فعاليت لري او د ستاژ دورې محصلين همالته عملي کار زده کوي.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ هم وايي چې ولايتي ادارې د متحده عربي اماراتو پاملرنه راجلب کړې او هيله څرګندوي چې ډېر ژر ياد روغتون فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د شيخ زايد پوهنتون مسوولينو ته دنده سپارل شوې چې د اماراتو له سفارت سره خپلې اړيکې دوامداره وساتي او دغه موضوع پرله پسې تعقيب کړي.

مبارز ځدراڼ د لوړو زده کړو پر وزارت نيوکه وکړه چې د لازمې پاملرنې د نه شتون له امله د دوی له غوښتنو سره سره د ياد روغتون په فعالولو کې نه دی بريالی شوی.

ده زياته کړه: ((له بده مرغه چې د لوړو زده کړو وزارت زموږ له غوښتنو سره سره د روغتون پرفعالولو نه دی بريالی شوی. بالاخره موږ اړ شوو، چې په خپله د اماراتو له سفارت سره دغه موضوع شريکه کړو او خوشبختانه تر ډېره بريده بريالي شوي هم يو.))

د جوړښت له مخې ياد روغتون ۱۳۰ بستره بلل شوی چې پر فعالېدو يې د محصلينو د عملي زده کړو د ستونزې پر هواري سربېره د ناروغانو د درملنې لپاره هم لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه