کابل (پژواک، د غويي لومړۍ ٩٥): د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو د کابل د پرونۍ پېښې د غندنې تر څنګ په هېواد کې د ملي ماتم اعلانولو او له وسله والو د بدل اخيستو غوښتنې کړې دي.
پرون وسله والو طالبانو په کابل کې د مهمو چارواکو د ساتنې پر رياست لومړى ځانمرګى برید او وروسته وسله واله نښته رامنځته کړه چې په پايله کې يې د ملکي کسانو په ګډون ٣٠ تنه ووژل شول او نږدې ٣٥٠ نور ټپيان شول.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو اخيستی دی.
د کابل د تېرې ورځې خونړي بريد د کندهار اوسېدونکي هم دردولي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پېښې د قربانيانو بدل واخلي.
د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکي محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل پروني بريد د ټولو افغانانو زړونه ودردول او نور یې زغم له لاسه ورکړى دی.
هغه زياته کړه، دغه بريد وښودله چې وسله وال مخالفين د سولې اراده نه لري او پر ځاى يې وژنو، خونړيو بريدونو او جګړې ته دوام ورکوي.
د ده په خبره، نور د دې وخت را رسېدلي چې يوازې په غندلو بسنه ونه شي او حکومت د دې پېښې د مظلومو قربانيانو بدل واخلي.
د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکى خيرالله بيا وايي چې حکومت بايد د دې خونړۍ پېښې په ځواب کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې ختمې اعلان کړي او پر دې کار وکړي چې څنګه له ولس سره يو ځاى د هغوى مخه ونيسي.
د ده په خبره، دا د حکومت دنده ده چې د وژلو ځواب په وژلو ورکړي؛ ځکه د هغوى له خوا د سولې پيغامونه هېڅ پايله ورنه کړه.
هغه پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دې پېښې په ځواب کې هغه بنديان چې د خلکو پر وژلو او خونړيو بريدونو تورن دي او محکمې پرې د اعدام حکم کړى، ژر تر ژره په خپله سزا ورسوي.
د صديق الله په نوم د کندهار ښار بل اوسېدونکى وايي: ((دښمن موږ وژني، خو د مخنيوي لار يې غمرازي، غندنه او ژړا نه ده.))
دى وايي، نور د دې وخت را رسېدلى چې د هېواد د دښمنانو پر ضد قاطع او جدي غبرګون وښودل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن