منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:55 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خلک: د کابل د پرونۍ پېښې له عاملینو دې بدل واخیستل شي

· 5 دقیقې لوستل · 149 کتنې

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ ٩٥): د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو د کابل د پرونۍ پېښې د غندنې تر څنګ په هېواد کې د ملي ماتم اعلانولو او له وسله والو د بدل اخيستو غوښتنې کړې دي.

پرون وسله والو طالبانو په کابل کې د مهمو چارواکو د ساتنې پر رياست لومړى ځانمرګى برید او وروسته وسله واله نښته رامنځته کړه چې په پايله کې يې د ملکي کسانو په ګډون ٣٠ تنه ووژل شول او نږدې ٣٥٠ نور ټپيان شول.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو اخيستی دی.

د کابل د تېرې ورځې خونړي بريد د کندهار اوسېدونکي هم دردولي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پېښې د قربانيانو بدل واخلي.

د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکي محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل پروني بريد د ټولو افغانانو زړونه ودردول او نور یې زغم له لاسه ورکړى دی.

هغه زياته کړه، دغه بريد وښودله چې وسله وال مخالفين د سولې اراده نه لري او پر ځاى يې وژنو، خونړيو بريدونو او جګړې ته دوام ورکوي.

د ده په خبره، نور د دې وخت را رسېدلي چې يوازې په غندلو بسنه ونه شي او حکومت د دې پېښې د مظلومو قربانيانو بدل واخلي.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکى خيرالله بيا وايي چې حکومت بايد د دې خونړۍ پېښې په ځواب کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې ختمې اعلان کړي او پر دې کار وکړي چې څنګه له ولس سره يو ځاى د هغوى مخه ونيسي.

د ده په خبره، دا د حکومت دنده ده چې د وژلو ځواب په وژلو ورکړي؛ ځکه د هغوى له خوا د سولې پيغامونه هېڅ پايله ورنه کړه.

هغه پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دې پېښې په ځواب کې هغه بنديان چې د خلکو پر وژلو او خونړيو بريدونو تورن دي او محکمې پرې د اعدام حکم کړى، ژر تر ژره په خپله سزا ورسوي.

د صديق الله په نوم د کندهار ښار بل اوسېدونکى وايي: ((دښمن موږ وژني، خو د مخنيوي لار يې غمرازي، غندنه او ژړا نه ده.))

دى وايي، نور د دې وخت را رسېدلى چې د هېواد د دښمنانو پر ضد قاطع او جدي غبرګون وښودل شي.

په ننګرهار ولايت کې د ژوند خيره ټولنې مشر اکرام الله اکرام د کابل پرونۍ پېښه پر کلکو ټکو غندي او وايي چې ښکېلې غاړې بايد په جګړه کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هڅي وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ د سولې غوښتونکي يو خو سوله نبايد د ملکي وګړو د سر په قيمت وي، دا پېښه ثابتوي چې ترهګر او بهرني استخبارات په دغسې بريدونو غواړي د سولې د خبرو مخه ونيسي.

د برهان الله شګيوال په نوم د جلال اباد ښار اوسېدونکي ويلي چې حکومت او امنيتي ادارې د کابل د خونړۍ پېښې په مخنيوي کې ناکامې وې، له مسوولو کسانو او ادارو څخه بايد په دې تړاو پوښتنه وشي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا ثابتوي چې وسله وال په قصدي ډول غواړي ملکي کسان په نښه کړي.

د مزارشريف کې د اريا پوهنتون محصل امين الله پژواک ته وويل چې له تېرو څوارلس کلونو حکومت د روانې جګړې په اړه روښانه دريځ نه دی غوره کړی.

نوموړي زياته کړه چې دښمن هر ځل د افغان حکومت د تېر ايستلو لپاره خپل پلانونه عملي کوي؛ خو حکومت ورته د هيله مندۍ پر پوله ناسته دی چې لا يې نتيجه نه ده ورکړې.

د هغه په وينا، حکومت دې د پرونۍ پېښې لپاره ماتم اعلان کړي او بندي وسله والو مخالفينو ته دې د اعدام سزا ورکړي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد عارف پژواک ته وويل چې د تېرې ورځې پېښې يو ځل بيا وښوده چې لا به هم د وحشتونو او وېرې خپرولو لړۍ روانه وي.

نوموړي زياته کړه چې له امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه له ولسمشره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د غوڅ دريځ غوښتنه کوي.

د هرات ښار يوه اوسېدونکې فرحناز غني زاده وايي چې پرونۍ پېښې د بريدګرو دروغجن غيرت خلکو ته معلوم کړ.

هغې زياته کړه، چې دوى په دې ډول بريدونو سره يواځې ملکي خلک په نښه کوي او له حکومتي چارواکو غواړي چې د دې پېښو د نه مخنيوي په غبرګون کې استعفا ورکړي.

د هرات يو بل اوسېدونکى احمد جاوېد وايي چې د سولې پروسه ناکامه ده او حکومت دې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې له جديت څخه کار واخلي.

د پروان ولايت يو اوسېدونکى محمدبصير هاشمي د پرونۍ پېښې د غندنې تر څنګ وايي چې په هېڅ دين کې د بې ګناه ملکي وګړو وژلو ته اجازه نشته.

نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د دې ډول بريدونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي بريالي پژواک ته وويل چې د دولت د وسله والو مخالفينو موخه له دغه ډول بريدونو وحشت خپرول دي، دا توپير دوی ته اړين نه دی چې څوک په کې ووژل شول.

د هغه په وينا، طالبانو د عمري عملياتو د پيل دا لومړۍ لويه چاودنه وه چې سلګونه ملکي وګړي په کې ټپيان او لسګونه نور په کې ووژل شول، خو دوی دغه بريد بريالی بولي .

نوموړي وويل، په دغه کار سره طالبانو وښوده چې دوی د افغانانو د درد او خوږ پروا نه لري.

د سيد ولي نوري په نوم د هلمند يو بل اوسېدونکي وويل چې حکومت بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې غبرګون وښيي او د سولې له پروسې لاس پر سر شي.

هغه زياته کړه چې دولت په خپلو کارونو کې پاتې راغلی دى.

د فراه ښار يو اوسېدونکى فريد احمد وايي چې پرونۍ پېښې ډېر خواشينى کړى او پر اعصابو يې ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د افغانستان خلک له وحشتونو په تنګ شوي او له حکومته غواړي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پژواک تيم
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي