ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د هوايي ډګر د جوړولو چارې بيا پيل شوې

د خوست د هوايي ډګر د جوړولو چارې بيا پيل شوې

author avatar
24 Apr 2016 - 16:43
د خوست د هوايي ډګر د جوړولو چارې بيا پيل شوې
author avatar
24 Apr 2016 - 16:43

خوست ښار (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د خوست د نړيوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو کارونه له دوه کلن ځنډ وروسته د بيا ځل لپاره پيل شول، خو ځينې سرچينې دغه پروژه اوس هم له فساده ډکه بولي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غويي په ٥مه د يادې پروژې د کار د بيا پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، لومړی د هوايي ډګر ځغاست ليکه جوړوي او وروسته به يې نور کارونه مخ ته يوسي.

نوموړي زياته کړه، دغه رنوې يا ځغاست ليکه به ۲۷۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰۰ متره پراخوالی ولري، چې د جوړېدو چارې به يې د څوارلسو مياشتو په موده کې په بنسټيز ډول بشپړې شي.

هغه وايي: ((د ترانسپورټ وزارت له لوري د روان کال لپاره په اختياري او غير اختياري بوديجه کې ټولټال ۸،۵ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.))

نوموړي وويل، د دغه هوايي ډګر د ترمينل او نورو اړينو ملحقاتو پلان جوړ شوى او له اړوندو مرکزي ادارو سره يې شريک کړی هم دی.

په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي د يادې پروژې پر بيا پيلېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل اوس هم په دې پروژه کې پخوانی فساد له منځه نه دی تللی.

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې ياده پروژه وڅېړي او هر څوک چې له امله يې کارونه ځنډېلي وو، محاکمه او خپله سزا ورکړي.

نوموړي وويل: ((زموږ مبارزه به تر هغه روانه وي، څو چې په دې پروژه کې د سمې څېړنې پايله نه وي روښانه شوې. همدارنګه موږ غواړو هغه څوک دې مجازات شي چې د يادې پروژې د ځنډ لامل ګرځېدلي وو.))

د خوست پخواني والي عبدالجبار نعيمي له پژواک اژانس سره په خبرو کې ويلي وو، ياده شوې پروژه د ځينو مافيايي کړيو لاسته لوېدلې او په قرارداد کې يې معاملې شوې دي.

همدې ستونزې ته په کتو سره، ولسمشر اشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال اوسنۍ ولايتي ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې ياده موضوع په پوره دقت سره وڅېړي او دوی ته يې پايله وسپاري.

خو اوسني You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.