خوست ښار (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د خوست د نړيوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو کارونه له دوه کلن ځنډ وروسته د بيا ځل لپاره پيل شول، خو ځينې سرچينې دغه پروژه اوس هم له فساده ډکه بولي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د غويي په ٥مه د يادې پروژې د کار د بيا پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، لومړی د هوايي ډګر ځغاست ليکه جوړوي او وروسته به يې نور کارونه مخ ته يوسي.
نوموړي زياته کړه، دغه رنوې يا ځغاست ليکه به ۲۷۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰۰ متره پراخوالی ولري، چې د جوړېدو چارې به يې د څوارلسو مياشتو په موده کې په بنسټيز ډول بشپړې شي.
هغه وايي: ((د ترانسپورټ وزارت له لوري د روان کال لپاره په اختياري او غير اختياري بوديجه کې ټولټال ۸،۵ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.))
نوموړي وويل، د دغه هوايي ډګر د ترمينل او نورو اړينو ملحقاتو پلان جوړ شوى او له اړوندو مرکزي ادارو سره يې شريک کړی هم دی.
په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي د يادې پروژې پر بيا پيلېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل اوس هم په دې پروژه کې پخوانی فساد له منځه نه دی تللی.
هغه له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې ياده پروژه وڅېړي او هر څوک چې له امله يې کارونه ځنډېلي وو، محاکمه او خپله سزا ورکړي.
نوموړي وويل: ((زموږ مبارزه به تر هغه روانه وي، څو چې په دې پروژه کې د سمې څېړنې پايله نه وي روښانه شوې. همدارنګه موږ غواړو هغه څوک دې مجازات شي چې د يادې پروژې د ځنډ لامل ګرځېدلي وو.))
د خوست پخواني والي عبدالجبار نعيمي له پژواک اژانس سره په خبرو کې ويلي وو، ياده شوې پروژه د ځينو مافيايي کړيو لاسته لوېدلې او په قرارداد کې يې معاملې شوې دي.
همدې ستونزې ته په کتو سره، ولسمشر اشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال اوسنۍ ولايتي ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې ياده موضوع په پوره دقت سره وڅېړي او دوی ته يې پايله وسپاري.
خو اوسني والي حکم خان حبيبي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د هوايي ډګر کارونه د ځينو تخنيکي ستونزو له امله په ټپه درېدلي و او اوس هغه ستونزې هوارې شوې دي.
ده زياته کړه: ((موږ د پروژې ټولې تخنيکي نيمګړتياوې په ګوته کړې او د تدارکاتو کمېسيون ته مو وړاندې کړې چې په پايله کې يې به موږ وتوانيږو چې پروژه به له کيفيت سره سمه پلې شي.))
د دغه ولايت اوسېدونکي سپين روان نورزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر شتون، د خوستي مسافرو لپاره حياتي ارزښت لري.
هغه له مرکزي دولته وغوښتل چې يادې پروژې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د مسافرو ارمان پوره شي.
هغه زياته کړه: ((هره ورځ سلګونه مسافر کابل او بيا په موټرو کې ستړي ستومانه خوست ته راځي. که هوايي ډګر جوړ شي، نه يواځې د مسافرو ستونزې به هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په پراختيا کې هم مرسته وکړي.))
ځينې شمېرې ښيي چې خوست دا مهال له نورې نړۍ پرته يواځې په متحده عربي اماراتو کې تر سل زره ډېر مسافر لري او هيله يې دا ده چې د هوايي ډګر په جوړېدو سره به مخامخ له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










