کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ ميليونه ډالرو مرسته منظوره کړه.
په کابل کې د ماليې وزارت له خوا د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې دغه اعلان په هغې ناسته کې وشو چې د افغانستان د ماليې وزير او د اسيا پراختيايي بانک د چارواکو تر منځ د المان په فرانکفورت کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې چۍ د يادې مرستې ٨٥٨ ميليونه به د ترانسپورټ، انرژۍ او له طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستنې او ٢٠ ميليونه به د طبيعي پېښو د بحرانونو د کمولو په برخو کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اسيا پراختيايي بانک دغه مرسته له هغو پيسو څخه جلا ده چې ياد بانک يې د افغانستان د زيربنايي پروژو د وجهي صندوق يا AITF له لارې ورکوي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د المان په فرانکفورټ کې د اسيا پراختيايي بانک په ۴۹ مه کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ او هلته يې د دغه بانک له چارواکو سره په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د تمويل لپاره ګټورې خبرې وکړې.
هغه د اسيا پراختيايي بانک له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه مرسته افغانستان ته د دې توان ورکوي چې د انرژۍ، ترانسپورټ او د اوبو د زېربناوو په برخو کې لويې پروژې عملي کړي.
د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک رييس توماس پانيلا ويلي، د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی او دغه بانک د افغانستان د پرمختګ له پاره د لويو مرسته کوونکو څخه دی.
د افغانستان د ماليې وزير په يوه بله ناسته کې د افغانستان په اړه د اسيا پراختيايي بانک له مرستيال سره يو ځای د يوې ناستې مشري هم وکړي.
حکيمي به د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، پراختيايي پروژو، د افغانستان د راتلونکو اړتياوو، لومړيتوبونو، د افغانستان د پراختيا نوې ستراتېژۍ او په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک د رول په اړه معلومات ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن