ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۸۷۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۸۷۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

author avatar
3 May 2016 - 14:27
اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۸۷۸ میلیونه ډالره مرسته کوي
author avatar
3 May 2016 - 14:27

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ ميليونه ډالرو مرسته منظوره کړه.

په کابل کې د ماليې وزارت له خوا د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې دغه اعلان په هغې ناسته کې وشو چې د افغانستان د ماليې وزير او د  اسيا پراختيايي بانک د چارواکو تر منځ د المان په فرانکفورت کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې چۍ د يادې مرستې ٨٥٨ ميليونه به د ترانسپورټ، انرژۍ او له طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستنې او ٢٠ ميليونه به د طبيعي پېښو د بحرانونو د کمولو په برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اسيا پراختيايي بانک دغه مرسته له هغو پيسو څخه جلا ده چې ياد بانک يې د افغانستان د زيربنايي پروژو د وجهي صندوق يا AITF له لارې ورکوي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي د المان په فرانکفورټ کې د اسيا پراختيايي بانک په ۴۹ مه کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ او هلته يې د دغه بانک له چارواکو سره په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د تمويل لپاره ګټورې خبرې وکړې.

هغه د  اسيا پراختيايي بانک له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه مرسته افغانستان ته د دې توان ورکوي چې د انرژۍ، ترانسپورټ او د اوبو د زېربناوو په برخو کې لويې پروژې عملي کړي.

د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک رييس توماس پانيلا ويلي، د  اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی او دغه بانک د افغانستان د پرمختګ له پاره د لويو مرسته کوونکو څخه دی.

د افغانستان د ماليې وزير په يوه بله  ناسته کې د افغانستان په اړه د اسيا پراختيايي بانک له مرستيال سره يو ځای د يوې ناستې مشري هم وکړي.

حکيمي به د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، پراختيايي پروژو، د افغانستان د راتلونکو اړتياوو، لومړيتوبونو، د افغانستان د پراختيا نوې ستراتېژۍ او په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک د رول په اړه معلومات ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.