Language

د کندهار والي: د ښې حکومتولۍ او له فساد سره د مبارزې  برخو کې هڅې روانې دي

کندهار (پژواک، ١٨ غويى ٩٥): د کندهار والي وايي چې  په دې ولايت کې يې د ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، په ادارو کې د قانون د پلي کېدو او ښاري پراختيا په برخه کې هڅې روانې دي او په دې اړه شوو اقداماتو ښې پايلې لرلې دي.

والي ډاکټر همايون عزيزي چې د غويي په ١٨مه، يې پر دې دنده له ګومارل کېدو کال پوره شو، د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه يوې خبري غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

عزيزي وويل: ((د کندهار د والي په توګه د ګومارل کېدو پر مهال مې ژمنه کړې وه چې ښې حکومتولۍ، له فساد سره مبارې، د قانون پلې کېدا او اړوندو نورو چارو ته به جدي پاملرنه کوم، په دې برخه کې مو يو لړ اقدامت تر سره کړي دي او دغه لړۍ روانه ده.))

د حکومتولۍ په برخه کې:

د کندهار والي وايي، د دې ولايت د والي په توګه يې د کار په لومړيو کې د ادارې د ارزونې چارې پيل کړې او ټول اداري واحدونه يې اماده کړل چې د خپلو ادارو د وضعيت، اړتياوو او پلانونو په اړه پرېزينټېشنونه وړاندې کړي.

دى وايي، د ارزونې په پايله کې يې وموندله چې له بده مرغه د کندهار اداري وضعيت د لومړۍ درجې د ولايت او خلکو ته له خدمت کوونکي ارګان سره هيڅ شباهت نه درلود، ځکه ټولې ادارې له نيمګړتياوو سره مخ وې، د دې لپاره چې اداري واحدونه غوره خدمات وړاندې کړي او ادارې پر خپلو پښو ودرېږي، چټک ګامونه يې واخيستل.

د ده په خبره، د لومړني ګام په توګه يې په ټولو ادارو کې لازمي کړه چې کارکوونکي به د سهار له ٨ د مازديګر تر ٤ بجو کار کوي، خو پخوا يې د غرمې تر ١:٣٠ بجې کار کاوه.

هغه يادونه وکړه چې د کندهار ادارې مخکې د خپلو پلانونو د پلې کېدا لپاره ستراتيژيک پلان نه درلود، خو ده له خپل راتګ سره سم د مرکزي ادارې په مرسته د شاوخوا درې نيمو مياشتو په موده کې ۵ کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړ چې د کندهار له مخورو، مدني ټولنو او ادارې مسوولينو سره په ګډه د کندهار اوسنيو اړتياوو، نفوس او ستونزو ته په پام جوړ شوی چې ډېر ژر به له چاپه راووځي او ټولو مرستندويه ادارو، مرکز او وزارتونو ته به ولېږل شي، څو هره اداره له دې ستراتيژيک پلان سره سم پروژې ډيزاين او پلي کړي.

د ده په خبره، له دې ور هاخوا يې د ولايتي ادارې په ٢٧ رياستونو کې ٧٩١ تش بستونه ډک کړل، د څارنې منظم سيسټم يې جوړ کړ، د مدني څارنې په موخه يې بېلابېل مشورتي بورډونه جوړ کړل او د دغه راز د اقتصادي ودې په موخه يې اقتصادي شورا جوړه کړې او منظمې غونډې يې جوړې کړې دي.

والي وويل په خپله يو کلنه کاري موده کې يې چا ته هم اجازه نه ده ورکړې چې د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د پانګونې د جلب او کاري فرصتونو په برخه کې: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics