ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک هم د ټوپاپ پروژه پر خپل مسیر پلې کېدل غواړي

د خوست خلک هم د ټوپاپ پروژه پر خپل مسیر پلې کېدل غواړي

author avatar
10 May 2016 - 15:16
د خوست خلک هم د ټوپاپ پروژه پر خپل مسیر پلې کېدل غواړي
author avatar
10 May 2016 - 15:16

خوست ښار (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): د خوست د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو يو ځل بيا پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې د ټوټاپ پروژې د برېښنا مزي دي د سالنګ په لار تېر شي.

د دې پروژې له مخې، له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه لومړى افغانستان او بيا ترکمنستان ته لېږل کېږي.

دغه برېښنا له شمال څخه لومړى د بغلان ولايت مرکز او بيا د پروان له لارې د کابل ارغندۍ ته رسېږي، خو د باميان او نورو مرکزي ولايتونو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې دا پروژه دې د سرپل او باميان له لارې وغځول شي.

ولسمشر تېره ورځ پر دې موضوع د بيا کتنې لپاره يو کمېسيون ټاکلى او اعلان يې کړى چې باميان او مرکزي ولايتونو ته به کافي برېښنا ورکړل شي.

د خوست د ولايتي شورا يادو غړو او مدني فعالانو د غويي په ٢١مه د يوه خبري کنفرانس پر مهال له مرکزي حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشره غوښتنه وکړه، هغه مسير چې د ټوټاپ پروژې لپاره وړاندې په پام کې نيول شوی، پلی کړي.

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې دننه په حکومت کې يو شمېر کړۍ په دې کار سره غواړي چې د خپلو ګټو لپاره د ولسونو تر منځ نفاق ته لمن ووهي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د متوازن انکشاف مخه نه نيسي، خو هغه مسير چې دوه کاله وړاندې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د مزو د انتقال لپاره ټاکل شوی، بايد په هماغه ډول سرته ورسېږي.

د هغه په وينا، که چېرې مرکزي حکومت د وارداتي برېښنا د مزو مسير د سالنګ پر ځای باميانو ته انتقال شي، نو د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست ولسونه به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

دى زياتوي: ((يو ځل بيا پر ولسمشر باندې غږ کوو، کوم مسير چې د ټوټاپ پروژې لپاره ټاکل شوی او هغه د سالنګ له لارې پروان، کاپيسا، کابل بالاخره لوګر، پکتيا او خوست ته د برېښنا انتقال دی، په همدغه باندې بايد انتقال شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.