جلال اباد (پژواک، ۲۳ غويی ۹۵): د لوړو زده کړو وزيره وايي، د خصوصي پوهنتونوو د درسي کيفيت د لوړولو لپاره ارزونې پيلوي.
د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند د غويي په ۲۳مه په جلا ل اباد کې د هغې د کارونو په ستاينغونډه کې وويل، ډېر ژر به د خصوصي پوهنتونونو رياست معينيت ته لوړ کړي او په درسي نصاب کې به اصلاحات راولي.
د ننګرهار د پوهنتون او مدني ټولنې، د لوړو زده کړو وزيرې ته په دې تړاو ستايغونډه جوړه کړې وه چې د کانکور په ازموينه کې يې تر پخوا ډېر شفافيت رامنځته کړی دی.
فريدې مومند په دې تړاو غونډه کې وويل: ((رښتيا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر ډېر دی، موږ به يې د کيفيت د لوړولو لپاره ارزونې پيل کړو او د مکافاتو او مجازاتو سيستم به رامنځته کړو.))
مومند زياته کړه چې يو شمېر خصوصي پوهنتونونه ښه درسي کيفيت لري او د سږني کال کانکور ۵۰ زره محصلين یې جذب کړي دي.
وزيره وايي: ((د هېواد په کچه ۱۷۵ د شپې پوهنځي موجود وو، موږ يې ارزونه وکړه او په ۷۵ پروګرامونو کې مو منظم کړل، ډېر ژره به يې د کانکور ازموينه واخلو.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري په دې غونډه کې وويل: ((ځيني خصوصي پوهنتونونه د بې کيفيته تدريس تر څنګ، يو شمېر داسې محصلين هم لري چې هېڅ نه ورځي خو اسناد يې ورسېږي.))
زمري وويل چې په ننګرهار کې بايد د اسلامي پوهنتون د جوړولو چارې پيل شي، د پوهنتون د استادانو د ښارګوټي ستونزه هواره شي او د پوهنتون ۱۲۰ جريبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شي.
دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د لوړو زده کړو د وزيرې هڅې وستايلې او يادونه يې وکړه چې د زده کړو کيفيت ته پاملرنه لا پسې جدي کړي.
کندوزي وويل: ((موږ هيله لرو چې د لوړو زده کړو کيفيت کې اصلاحات راشي او په دې برخه کې شته ستونزې اوارې شي.))
په ياده غونډه کې يو شمېر ګډونوالو د ورته څرګندونو تر څنګ يادونه وکړه چې د کونړ او لغمان پوهنتونو ته دې هم پاملرنه ډېره شي.
وروسته د مدنې ټولنې او ننګرهار پوهنتون له لوري د لوړو زده کړو وزيرې ته د ښو خدمتونو ستاينليک ورکړل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن