ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې له خپلو وکیلانو ناخوښ دي

د خوست خلک په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې له خپلو وکیلانو ناخوښ دي

author avatar
16 May 2016 - 16:58
د خوست خلک په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې له خپلو وکیلانو ناخوښ دي
author avatar
16 May 2016 - 16:58

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د ولسي جرګې او د ولايتي شورا له ځينو غړو ناخوښ دي او وايي، هغه ژمنې چې دوی د کمپاينونو پر مهال له دوی سره کړې وې، د هغوی په پلې کولو کې پاتې راغلي.

د خوست دغو اوسېدونکو يادې څرګندونې د غويي په ٢٧مه د هغه يو ورځني سيمينار په ترڅ کې وکړې چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) له لوري په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د دغه ولايت د استازو په ګډون جوړ شوی و.

د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اميرشاه د دغه سيمينار په لړ کې وويل چې د ولسي جرګې او د ولايتي شورا ځينو غړو هغه ډول چې لازمه وه، د دغه ولايت د خلکو د ستونزو او مشکلاتو په حل نه دي توانېدلي.

نوموړی په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو له استازو غوښتنه وکړه، هغه ژمنې چې د کمپاين په ترڅ کې يې د دغه ولايت له اوسېدونکو سره کړې، هغه په عمل کې پلې کړي.

هغه زياتوي: ((په لومړي سر کې د هوايي ميدان ستونزه لرو، که څه هم کار يې پيل شوی او هيله مو دا ده چې دغه ميدان په نړيوالو معيارونو جوړ شي، د دې تر څنګ د برېښنا، د ذخيروي بندونو او د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ځينو ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.))

مدني فعاله مېرمن کامله اکبري بيا په ياد سيمينار کې وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر مشکلات موجود دي.

نوموړې د ولسي جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د خوست ولايت د ښځو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.

دې زياته کړه: ((په خوست ولايت کې يواځې د ښځو چارو رياست موجود دی چې د سرپرستې له خوا اداره کېږي او هغه هم د ښځو ستونزو ته څه ډول چې لازمه ده، ځان نه شي رسولی، بايد چې په دې باندې ژر تر ژره غور وشي.))

بل لور په ولسي جرګه کې د خوست ولايت استازې سايرې شريف هم ياد سيمينار ته په خپلو خبرو کې دا ومنله چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي ډېری وخت د موکلينو د ستونزو د هواري پر ځای په شخصي کارونو باندې بوخت وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.