ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦ کسان د تښوونکو له بنده راخوشې شول

د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦ کسان د تښوونکو له بنده راخوشې شول

author avatar
16 May 2016 - 09:08
د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦ کسان د تښوونکو له بنده راخوشې شول
author avatar
16 May 2016 - 09:08

جلال اباد (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د درېيو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون يې شپږ کسان د تښتوونکو له بنده ازاد کړي او درې تښتوونکي يې نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونـډې پر مهال خوشې شوي او نيول شوي کسان رسنيو ته وښودل.

هغه زياته کړه چې انسان تښتوونکو د غويي په ۲۶مه د سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې يوه مېرمن، د هغې خاوند او کوچنی زوی يې له يوه موټر چلوونکي سره تښتولي وو.

د نوموړي په وينا، ياده کورنۍ غوښتل چې له مومندرې ولسوالۍ څخه کابل ته ولاړ شي چې د تښتوونکو له ډلې سره په ياده سیمه کې مخامخ شوي وو.

امنيه قوماندان وويل چې د مومندرې ولسوالۍ پوليسو د دې قضيې پر وړاندې ګړندي اقدامات ترسره کړل او یاد کسان يې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل.

د هغه په وينا، تښتوونکو له امنيتي موظفينو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې د تښتوونکو له ډلې څخه دوه کسان چې ښيي د دوى مشران وي، ټپيان شوي او له درېيم تن سره نيول شوي دي.

زړور زاهد وايي، پوليسو ته يې امر کړی چې له انسان تښتوونکو سره تر ټولو سخت قانوني چلند وکړي او پوليسو يې نن امر پر ځاى کړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه راز دوه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او پنځو کلونو ترمنځ دي، د ملي امنيتي موظفينو له لوري د جلال اباد ښار له اومې ناحيې سيمې څخه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل شوي دي.

د هغه په وينا، د فرهاد په نوم يو تن چې غوښتل يې ياد ماشومان وتښتوي، د ملي امنيت منسوبينو له لوري د دې چارې د ترسره کولو پر مهال نيول شوي دي .

د والي وياند د پوليسو او ملي امنيت منسوبينو د وروستيو فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې والي سليم خان کندوزي امنيتي مؤظفینو ته لارښوونه کړې چې د انسان تښتوونې پېښو په مخنيوي کې جدي اقدامات ترسره کړي.

د خوشې شوو ماشومانو پلار سراج الدين د ملي امنيت له منسوبینو مننه وکړه چې اولادونه يې ورته د تښتوونکو له منګولو وژغورل .

په مومند درې ولسوالۍ کې د تښتوونکو له بنده ازاد شوي موټر چلوونکي حبيب شريف پژواک اژانس ته وويل چې ياده کورنۍ له تورخم څخه کابل ته دربست شوې وه چې د مومندرې د غزګي په سيمه کې د اوو تښتوونکو له خوا پرې لومړی ډزې وشوې او وروسته يې دوی له ځانه سره وتښتول .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.