مزارشريف (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايتي شورا ځينو غړو په دغه ولايت کې د وروستيو سياسي اختلافاتو تر شا د دوستم، اتمر او همدرد لاس بولي، خو ياد کسان د دې شورا دغه ادعا ردوي.
د يادې شورا يو شمېر غړو د غبرګولي په ۱۲مه په ولايتي شورا کې د خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې په بلخ ولايت کې د وروستيو سياسي اختلافاتو تر شا د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د امنيت شورا د رييس حنيف اتمر او د حزب اسلامي د شوراګانو د اجرائيه رييس جنرال جمعه خان همدرد لاس دی.
د بلخ د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند د غبرګولي په ۹مه په خبري ناسته کې د دغه ولايت د حکومتولۍ په تړاو د بې عدالتيو د شتون يادونه وکړه او وېره يې وښوده چې که څوک ورته زيان ورسوي، نو مسوول به يې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور وي.
اصف مومند دغه خبري ناسته وروسته له هغې وکړه چې نوموړي په خپله فيسبوک پاڼه کې د بلخ والي ته د مستبد والي خطاب کړى و، خو د بلخ ولايت مقام د ده څرګندونې د چا له خوا لمسون ګڼلی و.
همداراز د غبرګولي په ۱۰مه د بلخ ولايتي شورا مرستيال شجاع الدين شجاع د جنبش ګوند او د دغه ګوند د رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم په تړاو د جميعت ګوند د رييس صلاح الدين رباني او په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي فرهاد عظيمي د څرګندونو په غبرګون خبري ناسته کې په بلخ کې د بې عدالتيو او نا امنيو د شتون او غير مسوولو کسانو ته د وسلو د وېش يادونه کړې وه.
د يادو کسانو د څرګندونو په غبرګون کې د بلخ ولايتي شورا د رييس ډاکټر محمدافضل حديد په ګډون ځينو وکيلانو نن په يوه خبري ناسته وويل چې د ولايتي شورا مرستيال شجاع الدين شجاع او د شورا بل غړی محمد اصف مومند د ځينو سياسي کړيو له خوا لمسول شوي وو.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د بلخ ولايت نسبي امنيت او پراختيايي چارې د ورته کړنو له لارې له خنډ سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ په دولتي ادارو کې د اداري فساد له شتون او د غير مسوول وسله والو له شتون څخه انکار نه کوي؛ خو وايي، دغه ټول مسايل تر دې کچې نه دي چې د ولايتي شورا دوو غړو يې په تړاو په تېرو ورځو کې څرګندونې کړې دي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړو شجاع الدين شجاع او اصف مومند د ولايتي شورا د اصولو خلاف عمل کړی دی.
د ولايتي شورا رييس پرته له کوم وضاحته وويل: ((په بلخ کې د روانو سياسي اختلافاتو تر شا د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د حنيف اتمر او جمعه خان همدرد لاسونه دي.))
د بلخ ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه اخيستې وه، ادعا وکړه چې حنيف اتمر د کندوز په سقوط کې لاس درلود او اوس په بلخ کې هم د حالت د خرابېدو په هڅه کې دی.
نوموړي همداراز د ولسمشر د لومړي مرستيال په تړاو وويل چې نوموړي يو مهال په بلخ کې يو څه قدرت تېر کړی چې لا هم په هماغه خيال کې دی.
login or register a new account.