درېيم تعقيب - کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٥): کابل کې د تېرې ورځې په چاودنه کې چې مسووليت يې وسله والو طالبانو اخستى، د ولسي جرګې غړى شېرولي وردګ وژل شوى او ١١ تنه نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې په دې چاودنه کې د شېرولي وردګ د وژل کېدو تر څنګ، ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه په پېښه کې د ټپي شويو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو يوې امنيتي سرچينې تېره ورځ له چاودنې لږ وروسته پژواک ته ويلي و چې په دې چاودنه کې د شېرولي وردګ دوه ساتونکي او درې پوليس ټپيان شوي دي.
صديقي وايي، د کابل ټولو امنيتي بنسټونو ته لارښوونه شوې، تر څو د دې چاودنې د پېښېدو څرنګوالى وڅېړي.
عيني شاهدان وايي چې ياد چاودېدونکي توکي د کابل ښار د خوشحال مېنې اړوند سيمه کې د څلوېښت متره سړک پر غاړه د انجنير شېرولي وردګ د کور مخې ته د برېښنا پر ستنه د مېترو په صندوق کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغوى په وينا،امنيتي ځواکونو په دې اړه راپور تر لاسه کړى و، خو مخکې له دې چې دغه توکي له منځه يوسي، هغه مهال وچاودېدل چې شېرولي وردګ د پېښې ځاى ته ورغى.
پر شېرولي وردګ د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن