کندهار (پژواک، ۲۵ غبرګول ۹۵): په کندهار ښار کې نن ماښام د روژه ماتې پر مهال د وسله والو په يوه غلچکي بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
پېښه د کندهار ښار اړوند د لومړۍ امنيتي حوزې د توپخانې په سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وویل، چې پوليس په ياده شوې ساحه کې د تالاشۍ په موخه ولاړ وو چې وسله والو موټر سايکل سپرو ورباندې ډزې کړې او وروسته تښتېدلي دي.
هغه په دې بريد کې د يوه پوليس د وژل کېدو او يوه د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دى وايي، بريد کوونکي تښتېدلي خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
خو يوې امنيتي سرچينې بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
ياده شوې سرچينه زياتوي په وژل شوو دوو تنو پوليسو کې يو د زړګي په نوم يو افسر دى.
د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د توپخانې په نوم ياده شوې سيمه کې د روژه ماتې پر مهال ډېره ګڼه ګوڼه وي.
چارواکي وايي، وسله والو بريد کوونکو له همدې ګڼې ګوڼې په ګټې اخيستو بريد تر سره کړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.