کندهار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د کندهار سلګونو اوسېدونکو د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه او لاريون وکړ او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم کې يې د دغه هېواد تېرى وغانده او د هغوى پر وړاندې يې د افغان ځواکونو د سرښندنې ستاينه وکړه.
د کندهار ښار او ولسواليو اوسېدونکو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو چې شمېر يې سلګونو ته رسېده، لومړى د کندهار د ولايتي شورا په تالار کې احتجاجي غونډه وکړه او وروسته سړکونو ته راووتل.
د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو په دې غونډه کې د پاکستان پر ضد توندې ويناوې وکړې او د هغوى له دښمنۍ ډکه رويه يې وغندله.
د کندهار د سپين بولدک قومي مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي فدا محد خان وويل، پاکستان د افغانستان او افغانانو څرګند دښمن دى.
هغه زياته کړه، له درېيو لسيزو زياته موده کېږي چې دغه هېواد په يوه او بل نوم افغانان وژني او پر خاوره يې تېرى کوي.
خو نوموړي له ولس څخه وغوښتل چې د پاکستان د دغه راز کړنو پر ضد په ټينګه ودرېږي.
ده د تورخم پېښه يوه تاريخي حماسه ونوموله او د افغان ځواکونو د هغو سرښندنو ستاينه يې وکړه چې د خپلې پاکې خاورې د ساتنې په لړ کې يې د پاکستاني ځواکونو پر ضد وښودله.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، افغان ځواکونو په تورخم کې په ډېره مېړانه د خپلې خاورې ساتنه کړې او ټول هېوادوال يې تر شا ولاړ دي.
هغه پاکستان يو بد ګاونډى ياد کړ او ويې ويل، د پاکستان دغه راز کړنې ښيي چې د افغانستان او افغانانو لپاره ښه نيت نه لري.
د کندهار د ولايتي شورا بل غړي او د ولسمشر سلاکار حاجي اغا لالي دستګيري وويل، د کندهار ټول اوسېدونکي له خپل دولت څخه ملاتړ کوي او د تورخم په پېښه کې يې جدي او قاطع موقف ستايي.
د ولايتي شورا بل غړي حاجي نعمت الله شېردلي بيا وويل چې پاکستان دې له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې.
هغه هم په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو تېرى وغانده او د افغان ځواکونو ننګه يې وکړه.
login or register a new account.