کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د افغانستان او سوېلي کوريا تر منځ د لاسليک شوي تړون له مخې به د هېواد لرغوني اثار په سوېلي کوريا کې نندارې ته وړاندې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سوېلي کوريا د ملي او ګوينګو موزيمونو د چارواکو تر منځ د نندارتونونو تړون لاسليک شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دغه تړون له مخې به د باختر خزانې د ۲۳۱ قلمه لرغونو اثارو ټولګه د چنګاښ له ١٤مې د وږي تر ١٤مې نېټې پورې په کوریا ملي موزیم، تر دې وروسته د تلې له پنځمې څخه د ليندۍ تر اوومې نېټې پورې په ګوینګو ملي موزیم کي نندارې ته وړاندې کېږي.
سرچينه کاږي، په تړون کي راغلي چي کوربه هېواد به د افغانستان د اثارو د نندارې د لګښت په توګه دوه سوه پنځوس زره امریکايي ډالر، د افغان پلاوي ټول لګښتونه او د نندارتونونو څلوېښت سلنه خالص عواید افغان لوري ته ورکوي.
سرچينه زياتوي، په سوېلي کوریا کي د باختر خزانې د لرغونو اثارو د ټولګي ننداره، که له یوې خوا د افغانستان لرغونی تاریخ، بډای، هنري او لرغونی انځور وړاندې کوي، له بله اړخه د دواړو هېوادونو د کلتوري، ټولنیزو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا د پام وړ اغېز کولای شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کابو یوه اونۍ وروسته په سوېلي کوریا کي د باختر خزانې د اثارو نندارتون به په نړیواله کچه د دغې ټولګې نولسم نندارتون وي. تر دې وړاندې یاد اثار په یوولسو هېوادونو کې اتلس ځله نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت کاږي، چې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتونونو نړۍ ته د دغه هېواد د ورپېژندلو ترڅنګ د پام وړ عواید خپل هېواد ته راوړي دي، چي د راتلونکو نندارتونو په بشپړېدو یې تر شاوخوا پنځو ميليونو امریکايي ډالرو اټکل کېدای شي.
د خبرپاڼې په حواله، افغانستان دا مهال د نړیوالو نندارتونو لپاره د باختر خزانې ترڅنګ د مس عینک د اثارو ټولګه هم چمتو کړې، چې دا مهال په چِک جمهوریت کې ننداره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن