کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): وروسته له هغه چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ١٣ نيپالي وګړي ووژل شول، دغه هېواد پر خپلو وګړو بنديز لګولی چې په افغانستان کې دندې ترسره کړي.
تېره اونۍ په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ١٣ نيپالي او دوه هندي وګړي ووژل شول او يو شمېر نور ټپیان شول.
وژل شوي نيپاليان د يوې برېتانوۍ امنيتي کمپنۍ کارکوونکي وو او د کاناډا د سفارت د امنيت ساتنه يې کوله.
د نيپال د کار وزير ډيپک بوهارا ويلي چې لومړي وزير د کابل د پېښې د څېړنو په موخه يو پارلماني کمېسيون ټاکلى و.
هغه زياته کړه چې دغه کمېسيون تر څېړنو او ارزونو وروسته خپل راپور لومړي وزير ته وړاندې کړ او سپارښتنه يې کړې چې نور دې نيپالي وګړي په افغانستان، ليبيا، سوريه او عراق کې دندې نه ترسره کوي.
د نوموړي په وينا، په يادو هېوادونو کې امنيتي حالات سم نه دي چې له امله يې د دوى د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ شوى دى.
د نيپال د کار وزير زياته کړې چې تر دې وروسته نيپاليان يادو هېوادونو ته د کار لپاره نه شي تللى او کوم وګړي يې چې اوس په دغو هېوادونو کې دندې ترسره کوي او غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، نو حکومت ورسره په دغه کار کې مرسته کولى شي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د ناټو د جګړه ييز ماموريت پر مهال شاوخوا ١٥ زره نيپاليان په افغانستان کې په امنيتي کمپنيو کې دندې ترسره کولې، خو اوس دا شمېر يواځې ١٥ سوو ته راټيټه شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن