کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژندو وسله والو په کابل ښار کې د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رييس پر ډزو وژلی دى.
د کورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې مسوول مل پاسوال همايون عيني د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس نیمې بجې ناپېژندو وسله والو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د استيناف محکمې رييس بخت ګل په خپل کور کې پر ډزو وژلى دی.
هغه زياته کړه: ((دغه پېښه د کابل ښار د پنځمې ناحيې د دېوان بيګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.))
د عيني په وينا، نوموړی په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوى و خو د ژورو ټپونو له امله يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
ده وويل چې تر بريد وروسته بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي خو د معلومولو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ياده پېښه پژواک ته تاييد کړه.
هغه هم وويل چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې شوې ده.
قاضي بخت ګل داسې مهال وژل کېږي چې په دې وروستيو کې د ميدان وردګو له استيناف محکمې څخه د غزني رشيدانو ولسوالۍ قضايي برخې ته تبديل شوى و خو تر اوسه يې هلته دنده نه وه ترسره کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن