کندهار (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار کروندګر او باغ لرونکي وايي، په دهلې بند کې په داسې حال کې اوبه کمې شوې چې کروندې او باغونه يې راتلونکې څو مياشتې نور هم اوبو ته اړتيا لري او حاصلاتو ټولولو ته يې وخت شته.
هغوى اندېښنه ښيي، که د اوبو د وېش سم مديريت و نه شي، نو هغوى ته درانه زيانونه اوښتلى شي.
د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې يوه باغ لرونکي محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې نږدې ټوله کرنه او باغداري د دهلې په بند پورې تړلې ده، خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې په دې بند کې اوبه کمې شوې دي.
هغه زياته کړه، د دهلې بند د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي چې د اوبو د کمښت په پايله کې د يادو شوو ټولو ولسواليو کرنه او باغداري ورسره اغېزمنه کېداى شي.
ده زياته کړه، په کندهار کې د زردالو، شفتالو، سنتروزې او نورو مېوو د رسېدو تر څنګ تازه د خټکيو او هندواڼو د حاصلاتو د ټولولو وخت راسېدلى او دغه راز وروسته د انګورو او بيا په مني کې د انارو د حاصلاتو د ټولولو وخت وي.
دى وايي، په دې موده کې باغونه او کروندې کافي اوبو ته اړتيا لري، که اوبه نه وي، نو هغوى به ښه حاصلات و نه لري او زيانونه به ورته واوړي.
نوموړي د کندهار له ادارې غوښتنه کوي چې د اوبو کمښت ته په پام دې يې داسې ووېشي چې ضايع نه شي او تر ډېره پورې خلکو ته ورسېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، د هلې بند لسګونه کلونه مخکې جوړ شوى چې په دې وروستيو کې يې رسوبات نيولي او ډېرې اوبه نه په کې زېرمه کېږي.
د ده په خبره، په لومړيو کلونو کې دغه بند بشپړ کال د دې ولايت د کروندګرو او باغ لرونکو د اوبو اړتيا پوره کوله، خو اوس چې د دوبي پيل دى، په بند کې بيا د اوبو کچه ټيټه شوې ده.
د دې تر څنګ ده يادونه وکړه چې بېلابېلو ولسواليو ته د اوبو د لېږد په مسير کې خلک په ناقانونه توګه د واټر پمپونو له لارې اوبه راباسي او دا کار د دې لامل شوى، چې په کانالونو کې اوبه کمې شي او خلکو ته کافي اوبه و نه رسېږي.
دى غوښتنه کوي چې د کندهار اداره دې د اوبو د عادلانه وېش تر څنګ د يادې شوې ناقانونه کړنې مخنيوى وکړي.
د يو شمېر نورو ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي هم په دهلې بند کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي او وايي، حکومت دې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ويلي يې وو، د دغه بند دېوالونه تر ٨ مترو لوړوي.
login or register a new account.