ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو هېواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه

زاخېلوال په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو هېواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه

author avatar
1 Jul 2016 - 11:22
زاخېلوال په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو هېواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه
author avatar
1 Jul 2016 - 11:22

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٥): د ولسمشر ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عمر زاخېلوال پرون خيبر پښتونخوا ايالت ته سفر وکړ او د افغان کډوالو له استازو سره يې وليدل.

سرچينې زياته کړې چې د دې کتنې پر مهال د کډوالو استازو د پاکستاني پوليسو له ځورونو شکايت وکړ.

د افغانستان سفير دوى ته ژمنه ورکړه چې دا ستونزه به په جدي توګه د خيبر پښتونخوا له مشر وزير او له پوليسو سره شريکه کړي.

ډاکتر زاخېلوال د دې ليدنې پر مهال د افغان کډوالو له استازو وغوښتل چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو تصميم په جدي توګه ونيسي.

هغه زياته کړه: ((زموږ په خپل په هېواد کې کافي ستونزې شته او د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم نه دي برابرې، خو عزت مو يواځې او يواځې په خپل هېواد کې خوندي دی.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو استازو هېواد ته د ستنېدو لپاره لبيک ووایه او ژمنه يې وکړه چې تر کوچني اختر وروسته به په پېښور کې د ټولو کډوالو د مشرانو يو سراسري ناسته رابلي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه کوي.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز د کډوالو يو پلاوى به له ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او د کډوالو د ستنېدو پر شرايطو به وغېږېي.

بلخوا د افغان کډوالو د استازو تر شکايتونو وروسته د افغانستان سفير د خيبر پښتونخوا ايالت له مشر وزير پروېز خټک او د پوليسو له مشر دراني سره وليدل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو د بېځايه ځورولو په اړه شکايت وشو.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې هوکړه وشوه چې د پوليسو ټولو پوستو (تاڼو) ته به په جدي توګه لارښوونه وشي، څو د کډوالو له بېځايه ځورونو ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې پوليسو بيا هم سرغړونه کوله، نو په پېښور کې افغان کونسلګري به د پوليسو له مشر سره نېغ په نېغه اړيکه نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.