کندهار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د کندهار امنيه قوماندان وايي، پاکستان د دې لپاره په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو په لاس جګړې ته شدت ورکړى چې د ملا هبت الله مشرتوب ته مشروعيت ورکړي او په دې توګه وښيي چې نوموړى يو ښه مشر دى.
جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢١مه، په يوه خبري غونډه کې وکړې.
نوموړي ومنله چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د وسلو مخالفينو بريدونه ډېر شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
هغه زياته کړه: ((د تېر کال په پرتله په کندهار کې د وسله والو بريدونه ډېر شوي، موږ په هر دوولسو ساعتونو کې يا عمليات لرو او يا د وسله والو له بريدونو سره مخامخ يو، د وسله والو د بريدونو ډېر تمرکز په شمالي برخه کې هلمند، زابل اروزګان او په سوېلي برخه کې ډيورنډ کرښې ته په ورڅېرمه ولسواليو کې دى.))
نوموړي په کندهار کې د وسله والو د بريدونو ډېروالى د هلمند او اروزګان ولايتونو د امنيتي وضعيت له امله وګاڼه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د جګړې ډېر تمرکز پر کندهار دى.
دى وايي: ((موږ او تاسې وليدل چې څه موده مخکې په هلمند او اروزګان کې يو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې، موږ هغه مهال د دغسې يوه حالت په اړه اندېښنه ښوولې وه، د اړوندو ولايتونو له مسوولينو مو غوښتي وو چې د وسله والو د مخکې تلو مخب ډب کړي، هغوى غفلت وکړ ، پايله دا شوه چې د جګړې مخه اوس بېرته کندهار ته شوه.))
خو هغه د دې تر څنګ په کندهار او د هېواد په نورو برخو کې د جګړې شدت له دې امله وګاڼه چې پاکستان او پنجابيان غواړي د طالبانو تر منځ د مولوي هبت الله مشرتوب ته مشروعيت ورکړي او وښيي چې هغه يو ښه مشر دى.
د جنرال عبدالرازق په خبره، په دې وروستيو کې طالبان په بېلابېلو ډلو وېشل شوي: ((يوه د اختر محمد منصور ډله ده، بله د سراج حقاني ډله ده، بل د ملا محمد عمر د زوى ملا محمد يعقوب ډله ده، بله د ملا محمد رسول ډله ده او هر مشر غواړي طالبان ځان ته راکش کاږي.))
امنيه قوماندان وايي، پاکستان د همدې اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره جګړه تونده کړې او دا هر څه د دې لپاره کوي چې د ملا هبت الله مشرتوب ته مشروعيت ورکړي.
هغه زياته کړه، په سوېل کې د جګړې ټوله رهبري د پنجابيانو ده، سيمه ييز طالبان يې د راه بلد په توګه کار کوي.
ده وويل: ((په اصل کې دلته د جګړې مشري د "لشکر طيبه" او "القاعده برايي اسيا" ډلې کوي، د القاعدې په نوم ډله په خپله د لشکر طيبه جلا شوې ډله ده او پاکستان د دې لپاره جلا کړې چې وښيي القاعده په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې ده.))
خو جنرال عبدالرازق يادونه وکړه چې افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه دي چې د وسله والو د جګړې زور اوبه کړي او په پوره همغږۍ يې بريدونه شنډ او د خلکو امنيت خوندي کړي.
login or register a new account.