Language

د خاکرېز ولسوال له چاودنې روغ وتلى خو څلور سرتېري وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى، خو په چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د چنګښ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه مهال د خاکرېز ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

هغه زياته کړه  چې د خاکرېز ولسوال حاجي مير حمزه له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د کندهار ښار پر لوري روان و چې په لاره کې پرې د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې.

دى وايي چې ولسوال له چاودنې روغ وتلى، خو د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کندهار امنيه قوماندان وايي  چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.