ژبه

ديني عالمان: له نفس سره د جهاد تمرين ته له روژې وروسته هم دوام ورکړئ

زرغونه صالحى

۱۴ چنګاښ ۱۳۹۵ - ۱۷:۰۵

Views: ۱۰۱

 کابل (پژواک،١٤چنګاښ ٩٥): ديني عالمان وايي چې د روژې مبارکې مياشتې يوه فلسفه له نفس سره د جهاد تمرين دى او انسان بايد له نفس سره د مبارزې تمرين ته، له روژې مياشتې وروسته هم دوام ورکړي.

هغوى وايي چې د حلالې مړۍ خوړل، دروغ نه ويل، غيبت نه کول، غيبت نه اورېدل، د اسلامي حجاب مراعات کول، نامحرم ته نه کتل، بډې نه اخيستل، له بې وزلوسره مرسته، صلۀ رحم کول، د مور او پلار حقونو په پام کې نيول او نور نيک عملونه هم بايد له روژې وړاندې، د روژې په جريان او هم له روژې وروسته  د مسلمان د ژوند يوه برخه وي.

 دا په داسې حال کې ده چې زيات  مسلمانان يواځې روژې مياشت کې دې مسايلو ته پاملرنه کوي.

يو ديني عالم مولوي محمد صديق مسلم  پژواک خبري اژانس ته وويل چې روژه د ګناهونو رېژولو مياشت ده  د ټولو ناوړه کارونو په وړاندې مقاومت دى او انسان کې د تقوا ځواک پياوړى کوي.

د نوموړي په وينا، د روژې مبارکې مياشتې يوه فلسفه، له نفس سره د جهاد تمرين دى، انسان بايد له نفس سره د مبارزې دې تمرين ته له روژې مبارکې مياشتې وروسته هم دوام ورکړي او د روژې مبارکې مياشتې برکتونه بايد وساتل شي.

د نوموړي په خبره، د روژې فضايل لکه د ذهن تقوا، د ژبې او سترګو پاکوالى او په ټوله کې د ټولو غړو تقوا چې بايد تر راتلونکي کال روژې مياشتې پورې وساتل شي؛  ځکه دا غوره عملونه انسان له دوزخ څخه ژغوري.

ياد ديني عالم وويل چې د روژې مبارکه مياشت، انسان کې د ښو  عملونو روزلو او هدايت مياشت ده؛ نو څوک چې په دې ډول ټول نيک کارونه تر سره کوي، بايد له روژې مياشتې وروسته هم بې باکي و نه کړي او له روژې وروسته هم بايد غوره کارونو ته ژمن وي، او له هغو  عملونو څخه چې حشر ورځ کې د دوى د مخ توروالي سبب ګرځي، ځان وساتي.

مولوى مسلم زياته کړه:" قرآنکريم کې راغلي دي کومو کسانو چې ايمان راوړى دى، نيک عملونه يې کړي دي، توبه يې کړې ده؛ خو بيا يې هم توبه ماته کړې وي؛ (يعنې ټوله روژه مبارکه مياشت يې روژه نيولې وي او بېرته يې ناوړه کارونو ته مخه کړې وي) دردناک عذاب به ورکول شي."

نوموړي له رسنيو په ځانګړې توګه انځوريزو رسنيو څخه وغوښتل چې له روژې مياشتې څخه وروسته دې هم ديني پروګرامونو خپرولو ته پاملرنه وکړي او د ناوړه پروګرامونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي؛  ځکه دداسې پروګرامونو په خپرولو سره په يو ډول د فحشاو په دودولو کې برخه اخلي او ستره ګناه تر سره کوي.

همداراز يو بل ديني عالم قاضي محمد حسن حقيار وويل چې د روژې بله اساسي موخه دا ده چې مسلمان نور هم متقى او پرهيزګار جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې انسان يواځې په نه خوراک او څښاک متقي او پرهيزګار کيداى نه شي او واقعي روژه هغه ده چې د انسان ټول وجود لکه، سترګې، ژبه، لاسونه او داسې نور روژه وي او انسان  له غيبت، دروغو، انسان ځورونې، بډو اخيستلو، نامحرومو ته  له کتلو او له نورو ډيرو عملونو څخه چې اسلام کې منع دي، ځان وساتي.

نوموړي زياته کړه چې انسان بايد له روژې وروسته هم د بې وزلو مرستې ته ورودانګي، له غيبت او خلکو ته له زيان رسولو ډډه وکړي ، تقوا او پرهيزګاري خپله موخه وګرځوي څو ددنيا او اخرت ښېګڼه تر لاسه کړي.

login or register a new account.