ژبه

د برېتانیا لومړی وزیر استعفا کوي

Khwaja Nasir Sideqi

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۹

Views: ۱۸

کابل (پژواک، اول سرطان ۱۴۰۵): د برېتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر اعلان کړی چې له خپلې دندې او د کارګر ګوند له مشرۍ ګوښه کېږي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، سټارمر نن (دوشنبه) په یوه خبري ناسته کې ویلي چې له خپلې دندې استعفا کوي، خو تر هغه چې د ده د ګوند نوی مشر ټاکل کېږي، د لومړي وزیر په توګه به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي: «زه به د کارګر ګوند له مشرۍ استعفا وکړم.»

سټارمر زیاته کړې: «هره پرېکړه چې مې کړې، د هغه هېواد د ګټو لپاره وه چې زه مینه ورسره لرم، له همدې امله به د کارګر ګوند له مشرۍ استعفا وکړم.»

هغه دغه‌راز ویلي چې نن یې د برېتانیا له پاچا سره هم خبرې کړې او هغه ته یې د خپلې استعفا په اړه خبر ورکړی دی.

د یادونې ده،  راتلونکی لومړی وزیر به په تېرو لسو کلونو کې د برېتانیا اووم مشر وي.

سټارمر په ۲۰۲۴ کال کې د ټاکنو په قاطع بریا سره واک ته رسېدلی و.