محمود راقي (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د کاپيسا چارواکي وايي، چې په ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازي حبيب افغان يو ساتونکى وژل شوى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ياده پېښه د دويم کوهستان ولسوالۍ د کارېزک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د حکومت وسله والو مخالفينو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي حبيب افغان پر يو ساتونکي جميل بريد کړى او هغه يې وژلى او يو ورور يې ټپي کړى دی.
د نوموړي په وينا، په ځوابي ډزو کې د وسله والو يو قوماندان عبيدالله هم وژل شوى دى.
قادري وويل چې عبيدالله له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د دويم کوهستان او د کاپيسا په مرکزي سميو کې په بمونو او چادونو کې لاس درلود.
د يادونې ده، څه موده مخکې په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي حاجي اقبال صافي يو ساتونکى هم په يو وسله وال بريد کې وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن