کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو، چارواکو او د مدني ټولنې غړو په کابل کې د لاريون کوونکو په منځ کې ترسره شوي ځانمرګي بريدونه په پراخه کچه وغندل.
پرون د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ((جنبش روشنايي)) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣١ نور ټپيان دي.
داعش وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.
دغو کسانو د خپلې پخوانۍ غوښتنې لپاره چې د برېښنا د توتاپ پروژه دې د باميانو ولايت له لارې تېره شي، لاريون کړى و.
د بلخ ولايت مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل چې د دهمزنګ پېښه د افغانان لپاره د درد او غم پېښه ده، چې هېڅ ډول يې جبران نه شي کېدی.
نوموړي زياته کړه چې ولس بايد له ورته پېښو څخه د ملي ګټو د پېژندنې او د ملي يووالي په لور د حرکت په موخه ګټه واخلي.
خو د مزارشريف ښار اوسېدونکی محمد مختار بيا حکومت ګرموي، چې ولې يې د مدني حرکت ساتنه ونه شوای کړای.
نوموړي زياته کړه چې حکومت د ځانمرګو بريدګرو په مخنيوي کې ګرم دی، بايد دغه پېښه نه وای شوې.
بلخوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل د دهمزنګ د تېرې ورځې پېښه وغندل شوه.
په ياده غونډه کې د بلخ ولايتي شورا ځينو غړو هم برخه اخيستې وه، چې د کابل پېښه يې وغندله.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل چې د تېرې ورځې پېښه د غم او درد پېښه ده، چې جبران کول يې ناشوني دي. نوموړي هم حکومت د ورته حرکتونو د مصونيت په برخه کې پړ وګاڼه.
د خوست مدني فعال محمد زمان نظري د کابل د پروني بريد د غندنې ترڅنګ له دولت څخه په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنيوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن