کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو، چارواکو او د مدني ټولنې غړو په کابل کې د لاريون کوونکو په منځ کې ترسره شوي ځانمرګي بريدونه په پراخه کچه وغندل.
پرون د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ((جنبش روشنايي)) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣١ نور ټپيان دي.
داعش وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.
دغو کسانو د خپلې پخوانۍ غوښتنې لپاره چې د برېښنا د توتاپ پروژه دې د باميانو ولايت له لارې تېره شي، لاريون کړى و.
د بلخ ولايت مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل چې د دهمزنګ پېښه د افغانان لپاره د درد او غم پېښه ده، چې هېڅ ډول يې جبران نه شي کېدی.
نوموړي زياته کړه چې ولس بايد له ورته پېښو څخه د ملي ګټو د پېژندنې او د ملي يووالي په لور د حرکت په موخه ګټه واخلي.
خو د مزارشريف ښار اوسېدونکی محمد مختار بيا حکومت ګرموي، چې ولې يې د مدني حرکت ساتنه ونه شوای کړای.
نوموړي زياته کړه چې حکومت د ځانمرګو بريدګرو په مخنيوي کې ګرم دی، بايد دغه پېښه نه وای شوې.
بلخوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل د دهمزنګ د تېرې ورځې پېښه وغندل شوه.
په ياده غونډه کې د بلخ ولايتي شورا ځينو غړو هم برخه اخيستې وه، چې د کابل پېښه يې وغندله.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل چې د تېرې ورځې پېښه د غم او درد پېښه ده، چې جبران کول يې ناشوني دي. نوموړي هم حکومت د ورته حرکتونو د مصونيت په برخه کې پړ وګاڼه.
د خوست مدني فعال محمد زمان نظري د کابل د پروني بريد د غندنې ترڅنګ له دولت څخه په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنيوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
هغه پژواک ته وويل : ((دا ډول بريدونه او پېښې هيڅ د توجيه وړ نه دي. له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې په دې پېښه کې ښکېل کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري او سخته سزا ورکړي، څو د نورو خلکو لپاره د عبرت درس وګرځي)).
د خوست بل اوسېدونکي ګل احمد په دې هکله پژواک اژانس ته داسې وويل: ((موږ دا بريدونه په کلکو ټکو غندو، ځکه پر ملکيانو باندې بريدونه د زغملو وړ نه دي. دا د افغانستان د دښمن يوه دسيسه ده چې غواړي د قومونو ترمنځ تفرقه واچوي، خو موږ ډاډه يو چې انشاالله دوی به خپلې موخې ته ونه رسېږي.))
د ننګرهار ولايت اوسېدونکې او مدني فعاله مقدسه احمدزۍ وايي : ((د کابل پر پېښه دردېدلي يو، موږ د شهيدانو له کورنيو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو. حکومت بايد د لاريونونو پر مهال د لاريون کوونکو د خونديتوب لپاره ښه تدابير ونيسي،څو په راتلوونکي کې ورته پېښې رامنځ ته نه شي.))
د ننګرهار د بشري موخو د پياوړتيا موسسې رييس ډاکټر اسدالله ښالېز وايي : (( د کابل د وروستۍ پېښې له امله ډېر خواشني شوي يو، دا ملت يو ملت دی او ټول پر يوه بل دردېږو، خو اصلي خبره دا ده چې لا هم سياسيون د خپلو موخو لپاره ملت استعمالوي. ))
د فارياب ولايت اوسېدونکى او د جنبش ګوند مرستيال سيد احمد سعيد د يادې پېښې د غندلو ترڅنګ له ملي يووالي حکومت وغوښتل، چې ددې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ددې ولايت بل اوسېدونکى مولوي اسدالله جمالي وايي، د کابل پرونۍ پېښې په ډاګه کړه چې داعش د اسلام او بشريت ضد ډله ده.
د غور ولايت د علماوو شورا غړى محمد شاه مجيدي وايي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دى او هېچاته اجازه نه ورکوي چې دا کور دې ووېشل شي.
د خدايار واقف په نامه يو تن مدني فعال پژواک ته وويل چې د کابل پرونى بريد پر انسانيت بريد دى او څومره چې وغندل شي، کم دى.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخند وايي، حکومت ته په کار دي، چې د غونډو او لاريونونو امنيت وساتي.
هغه زياته کړه، د هغو کسانو مخه هم بايد ونيول شي چې د خلکو له احساساتو سياسي او شخصي ګټه پورته کوي.
د هرات ولايت اوسېدونکې مرضيه حسيني د کابل بريد د غندلو ترڅنګ وايي چې دا بريد له پخوا څخه پلان شوى و، ځکه چې د خليلي په ګډون مهمو مشرانو په کې ګډون نه و کړى .
ددې ولايت بل اوسېدونکې طاهره علي زاده وايي چې ټول افغانان د لاريون او مدني حرکتونو حق لري ، خو زياته يې کړه چې د داعش ډلې پر بې ګناه خلکو بريد کړى، چې د غندنې وړ دى.
د هرات والي محمد اصف رحيمي پژواک ته وويل : (( دا يو غير انساني، غير اسلامي بريد و، چې د بشريت له ټولو ارزښتونو سره مخالف و. ))
د غزني ولايت مدني فعال نقيب الله خاکسار وايي، که څه هم دولت په دې لاره کې پاتې راغلی خو لاريون کوونکي هم ملامت دي، ځکه چې دولت ورته لا دمخه خبر ورکړى و.
د غزني والي محمد امان حميم وايي، چې د هېواد دښمنان غواړي له دې لارې ګټه پورته کړي او د هېواد د قومونو ترمنځ تفرقه واچوي .
د کندوز ولايت مدني فعال نثار جلالي د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت وړاندې کولو ترڅنګ وايي، چې حکومت لاريون کوونکو ته د مخه د نا امنيو په اړه خبر ورکړى و.
خو هغه زياتوي چې لاريون کوونکو مشرانو د حکومت ګواښ ته اهميت ورنه کړ او په خپله سر يې لاريون وکړ.
د مرضيه رستمي په نامه يوه بله مدني فعاله وايي، چې خلکو د خپلو حقوقو لپاره پر امنه لاريون کړى و، خو د افغانستان دښمنانو پر دوى بريد وکړ او مرګ ژوبله يې ورته واړوله.
د نيمروز ولايت اوسېدونکى مدني فعال عبدالهادي بيدار وايي چې پر لاريون کوونکو بريد سره داعش ډلې نه بښونکى جرم ترسره کړى دى.
بلخوا د پکتيکا ولايت والي، ولايتي شورا او مدني ټولنو په يوه ګډه مطبوعاتي کنفرانس کې د کابل د تېرې ورځې بريد په کلکو ټکو وغانده اوتر سره کوونکي يې د سولې، هېواد او انسانيت دښمنان وبلل.
دغه راز د ميدان وردګو والي ، ځايي چارواکو او يو شمېر اوسېدونکو د کابل په دهمزنګ کې د پروني خونړي بريد له ټپيانو سره خواخوږي څرګنده او اته زره سي سي وينه يې ورکړه.
د ميدان وردګو والي انجنير ځونډي ګل زماني وويل چې ددې ولايت د ولسونو په استازيتوب د کابل د پروني بريد قرباني کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک بولي.
د کندهار اوسېدونکي د کابل د تېرې ورځې پر خونړۍ پېښه سخت خواشيني دي او نن لسګونه وګړي د دې پېښې له قربانيانو سره د غمرازۍ لپاره ميرويس روغتون ته لاړل او د امام حسين د وينې بانک ته يې خپله وينه ورکړه.
د کندهار ښار يو ځوان عزت الله چې د کابل د پرونۍ پېښې له قربانيانو سره د غمرازۍ په موخه يې ميرويس روغتون ته خپله ٥٠٠ سي سي وينه ورکوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له لسګونو نورو ځوانانو سره يو ځاى راغلى چې د پېښې له قربانيانو سره د عمل پر ډګر خپل يووالى وښيي.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې اوسېدونکي ټول سره وروڼه او يو دي او د هېواد د ګوټ ګوټ اوسېدونکي په دې پېښه غمجن دي.
د کندهار ښار د کابل شاه اوسېدونکي محمد عارف هم د کابل پرونۍ پېښه ډېره دردوونکې وګڼله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې عاملين يې پيدا او مجازات کړي.
هغه پژواک ته وويل له بده مرغه په هېواد کې ځينې څېرې چې ځانونه د سمت، ژبې او قوم په نوم د مشرانو په توګه مطرح کوي، د خلکو له احساساتو ناسمه استفاده کوي، چې پرونۍ پېښه يې څرګنده بېلګه ده.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هغه اشخاص دې ونيسي او محاکمه دې کړي چې خلک يې لاريون کولو ته هڅولي وو.
د يادونې ده چې د کابل د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې په خاطر نن په کندهار کې هم ملي بيرغ نيمه ځوړند وو او د ولايتي ادارې مسوولينو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو له قربانيانو سره غمرازي وښودله او هغوى ته يې دعاګانې وکړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










