ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ګمرک رييس: فاسد مامورين به څارنوالۍ ته معرفي کړم

د خوست د ګمرک رييس: فاسد مامورين به څارنوالۍ ته معرفي کړم

author avatar
30 Jul 2016 - 16:17
د خوست د ګمرک رييس: فاسد مامورين به څارنوالۍ ته معرفي کړم
author avatar
30 Jul 2016 - 16:17

خوست ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): د خوست د ګمرک نوی رييس وايي چې د عوايدو د فرار او په خپله اداره کې د اختلاس د مخنيوي په برخه کې به کوټلي ګامونه واخلي.

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو د له منځه وړو په موخه نظامي عمليات پيل کړل، ورسره د خوست غلام خان لاره هم وتړل شوه چې د هېواد يوه له سترو سوداګريزو لارو شمېرل کيږي.

دا مهال د خوست سوداګر خپل مالونه چې له پاکستان او يا يې له نورو هېوادونو واردوي، لومړی په پکتيا او يا د نورو ولايتونو اړوند ګمرکونو کې محصول کوي او بيا يې خوست ولايت ته وړي.

خو د خوست د ګمرک نوی رييس ګل پاچا چې د زمري په ٩مه رسمًا معرفي شو، وويل، کوم مالونه چې دغه ولايت ته راوړل کېږي، د زياترو قانوني اسناد نه دي بشپړ شوي.

هغه زياته کړه چې د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې ګڼ هغه بار وړونکي موټر بيا محصول کړي چې له نورو ولايتونو يې دغه ولايت ته  سوداګريز مالونه انتقالول.

د نوموړي په وينا، يا خو د اړوند ګمرک د محصول اسناد نيمګړي دي او يا يې د پيسو په مقابل کې سوداګرو ته ورکوي.

ګل پاچا وايي: ((کوم مالونه چې  له ګاونډيو ولايتونو څخه راځي، يا ډېر کم محصول ترې اخيستل شوی وي او يا خلک په ډېر مهارت سره يو سند راوړي چې هغه قانوني اعتبار نه لري. نو دغه برخه کې موږ پوره چمتووالی لرو.))

ګل پاچا همدارنګه وويل چې د خوست غلام خان لارې د خلاصېدو په موخه يې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې، څو د ډیپلوماتيکو اړيکو پر بنسټ وکولی شي، دغه لار د افغان سوداګرو په مخ خلاصه کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ به هڅه وکړو چې د خوست والي او د نورو لوړپوړو چارواکو په مرسته د بهرنيو چارو وزارت له لارې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړو او هغوی ته قناعت ورکړو چې د دې لارې خلاصول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.