کندهار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د کندهار په دولتي ادارو کې له تېر يوه کال راهيسې په سلګونو تش بستونه ډک شوي، خو لا هم په سلګونو بستونه تش پاتې دي چې د ډکولو لار څاري.
دغه بستونه له کلونو راهيسې په داسې حال کې تش پاتې دي چې د دې ولايت لوستي ځوانان له بې کارۍ سر ټکوي او وايي له ډېرو هڅو سره هم کار نه شي موندلاى.
په دې وروستيو کې د کندهار والي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې دې ټول تش بستونه اعلان ته وسپاري او د ازادې سيالۍ له لارې دې په ادارو کې وړ کسان په دندو وګوماري.
د کندهار د بشري سرچينو سرپرست رييس جاوېدالله سلطاني له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، له تېر يوه کال راهيسې د دولتي ادارو ٩١١ تش بستونه ډک کړي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د کندهار د شاوخوا ٥٤ دولتي ادارو ١٠٢٧ تش بستونه اعلان ته سپارلي وو، چې تر دې مهاله د ازادې سيالۍ له لارې ٩١١ بستونه ډک شوي او لا هم سلګونه بستونه تش پاتې دي.))
د ده په وينا، دغه بستونه له تېرو څلورو پنځو کلونو راهيسې تش پاتې وو چې په دې وروستيو کې يې د ډکولو لړۍ چټکه شوې ده.
دا چې دغه بستونه ولې اوږده موده تش پاتې وو په اړه يې سلطاني وايي، هغه مهال ډېرو لوستو کسانو په موسسو او انجيوګانو کې کارونه کول، لوړ معاشونه يې اخيستل او په دولتي ادارو کې يې دندو ته زړونه نه ښه کول.
دغه راز ده زياته کړه چې د ځينو بستونو پر سر د قومونو او ان وکيلانو تر منځ جنجالونه موجود وو، هر چا هڅه کوله خپل کسان په ادارو کې په دندو وګوماري، خو کندهار ته د والي په توګه د ډاکټر همايون عزيزي په راتلو د دغه راز هڅو مخنيوى شوى.
سلطاني وايي، په دې وروستيو کې نه يوازې د تشو بستونو د ډکولو لړۍ چټکه شوې، بلکې له ازموينې نيولې بيا تر استخدام پورې ټوله پروسه شفافه شوې ده.
ده وويل، د هرې ادارې تش بستونه چې اعلان ته سپارل کېږي، نو د کانديدانو د ليسانس تر کچې زده کړې، وړتيا او کاري تجربې ته کتل کېږي او ازموينه د يوې څارونکې کمېټې له خوا اخيستل کېږي، څو له درغليو او فساد څخه پاکه وي.
سلطاني زياتوي، په څارونکې کمېټه کې د کندهار پوهنتون، ښځو چارو رياست، ولايتي شورا، اداري اصلاحاتو، بشري منابعو استازي او مدني فعالان شامل دي.
د نوموړي په وينا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال د کندهار په ګډون په ١٣ هغو ولايتونو کې چې ناامني په کې ډېره وه، د تشو بستونو د ډکولو پر مهال د چا معياد او کاري تجربې ته نه کتل کېدل، خو د نوي ولسمشر په راتګ دغه قانون سخت شوى چې له مخې يې بايد ليسانس او کاري تجربه لرونکي کسان په دندو وګومارل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP