کندهار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د کندهار په دولتي ادارو کې له تېر يوه کال راهيسې په سلګونو تش بستونه ډک شوي، خو لا هم په سلګونو بستونه تش پاتې دي چې د ډکولو لار څاري.
دغه بستونه له کلونو راهيسې په داسې حال کې تش پاتې دي چې د دې ولايت لوستي ځوانان له بې کارۍ سر ټکوي او وايي له ډېرو هڅو سره هم کار نه شي موندلاى.
په دې وروستيو کې د کندهار والي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې دې ټول تش بستونه اعلان ته وسپاري او د ازادې سيالۍ له لارې دې په ادارو کې وړ کسان په دندو وګوماري.
د کندهار د بشري سرچينو سرپرست رييس جاوېدالله سلطاني له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، له تېر يوه کال راهيسې د دولتي ادارو ٩١١ تش بستونه ډک کړي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د کندهار د شاوخوا ٥٤ دولتي ادارو ١٠٢٧ تش بستونه اعلان ته سپارلي وو، چې تر دې مهاله د ازادې سيالۍ له لارې ٩١١ بستونه ډک شوي او لا هم سلګونه بستونه تش پاتې دي.))
د ده په وينا، دغه بستونه له تېرو څلورو پنځو کلونو راهيسې تش پاتې وو چې په دې وروستيو کې يې د ډکولو لړۍ چټکه شوې ده.
دا چې دغه بستونه ولې اوږده موده تش پاتې وو په اړه يې سلطاني وايي، هغه مهال ډېرو لوستو کسانو په موسسو او انجيوګانو کې کارونه کول، لوړ معاشونه يې اخيستل او په دولتي ادارو کې يې دندو ته زړونه نه ښه کول.
دغه راز ده زياته کړه چې د ځينو بستونو پر سر د قومونو او ان وکيلانو تر منځ جنجالونه موجود وو، هر چا هڅه کوله خپل کسان په ادارو کې په دندو وګوماري، خو کندهار ته د والي په توګه د ډاکټر همايون عزيزي په راتلو د دغه راز هڅو مخنيوى شوى.
سلطاني وايي، په دې وروستيو کې نه يوازې د تشو بستونو د ډکولو لړۍ چټکه شوې، بلکې له ازموينې نيولې بيا تر استخدام پورې ټوله پروسه شفافه شوې ده.
ده وويل، د هرې ادارې تش بستونه چې اعلان ته سپارل کېږي، نو د کانديدانو د ليسانس تر کچې زده کړې، وړتيا او کاري تجربې ته کتل کېږي او ازموينه د يوې څارونکې کمېټې له خوا اخيستل کېږي، څو له درغليو او فساد څخه پاکه وي.
سلطاني زياتوي، په څارونکې کمېټه کې د کندهار پوهنتون، ښځو چارو رياست، ولايتي شورا، اداري اصلاحاتو، بشري منابعو استازي او مدني فعالان شامل دي.
د نوموړي په وينا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال د کندهار په ګډون په ١٣ هغو ولايتونو کې چې ناامني په کې ډېره وه، د تشو بستونو د ډکولو پر مهال د چا معياد او کاري تجربې ته نه کتل کېدل، خو د نوي ولسمشر په راتګ دغه قانون سخت شوى چې له مخې يې بايد ليسانس او کاري تجربه لرونکي کسان په دندو وګومارل شي.
دى وايي، اوس په دولتي ادارو کې کار کولو ته د خلکو لېوالتيا ډېره شوې او ان يوه پوست ته له ٨ تر ١٠ کسانو ځانونه کانديدوي.
خو نوموړى د تشو بستونو د ډکولو په برخه کې د ځينو ستونزو يادونه هم کوي او وايي، هغه بستونه چې لا هم تش پاتې دي او ډک شوي نه دي په ولسواليو او ځينو هغو ادارو کې دي چې مسلکي کسانو ته په کې اړتيا ده.
د ده په خبره، لا هم خلک زړه نه ښه کوي چې په ليرې ولسواليو کې کار وکړي، دغه راز په يو شمېر ادارو لکه کندهار پوهنتون، پوهنې رياست او روغتيا رياستونو کې مسلکي کسان د ټيټ معاش له امله کار ته زړه نه ښه کوي.
سلطاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د استخدام په پروسه کې د ښځو ونډه کمرنګه ده وويل: ((موږ د تشو بستونو د ډکولو پر مهال ښځو ته لومړيتوب ورکوو، خو يو شمېر کلتوري ستونزې او ناامني د دې سبب شوې چې ښځې دې په دولتي ادارو کې له کار کولو را وګرځوي.))
نوموړي يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د کندهار والي سپارښتنه کړې چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې دې ټول تش بستونه اعلان ته وسپارل شي او د ازادې سيالې له لارې دې وړ کسان په ادارو کې په دندو وګومارل شي.
دى وايي، اوس هم د کندهار په دولتي ادارو کې د ٩٢٧ بستونه تش پاتې دي چې ډېر ژر به اعلان ته وسپارل شي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي، چې ولايتي ادارې د ټولو تشو بستونو د ډکولو پرېکړه کړې او د روان ١٣٩٥ لمريز کال تر اخره پورې به ټول تش بستونه د ازادې سيالې له لارې ډک شي.
ده پژواک اژانس ته وويل، هغه ادارې چې بستونه يې تش دي په دې ډول دي: ((د پوهنې رياست ٦٧٧ بستونه، کندهار ښاروالي ١٠٢ بستونه، د عامې روغتيا رياست ٤٧ بستونه، د ثبت احوال نفوس امريت ٣٤ بستونه، د چاپېريال ساتنې اداره ٧ بستونه، حج او اوقاف رياست ٥ بستونه، د کرنې رياست ٢٦ بستونه، د عدليې رياست ١٢ بستونه، کندهار پوهنتون ١٣ بستونه او کندهار هوايي ډګر ٥ بستونه.))
د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکى قدرت الله وايي، په دې ولايت کې په داسې حال کې په دولتي ادارو کې په سلګونو بستونه تش دي چې په زرګونو لوستي ځوانان بې کاره ګرځي.
دغه ځوان چې دوه کاله مخکې د کندهار پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ شوى، پژواک اژانس ته وويل، تر دې وړاندې ډېرو ځوانانو په موسسو کې کارونه کول چې اوس بې کاره شوي او غواړي په دولتي ادارو کې کار وکړي، دغه راز هر کال له پوهنتونونو هم سلګونه کسان فارغېږي چې ولايتي اداره کولاى شي په دولتي ادارو کې يې په دندو وګوماري.
نوموړي د دې تر څنګ يادونه وکړه چې په ډېرو دولتي ادارو کې په تېرو پنځلسو کلونو کې داسې کسان په دندو ګورمال شوي چې لوړې زده کړې نه لري، ډېرى دغه کسان د قوم يا واسطو پر بنسټ راغلي چې اصلاً د هيڅ کار وړتيا نه لري.
دى د کندهار له والي غوښتنه کوي چې په وړ کسانو د تشو بستونو د ډکولو تر څنګ دې نااهله کسان له دندو ليرې کړي او پر ځاى دې يې لوستي کسان په دندو وګوماري چې په دې توګه به هم د خدماتو وړاندې کولو چاره ښه شي او هم به په ادارو کې مثبت بدلون راشي.
ده وويل: ((دا ډېره سخته ده چې لوستي وړ کسان دې بې کاره ګرځي او په ادارو کې دې داسې کسان کار کوي چې ان خپل نوم هم سم نه شي ليکلاى او ډېرې کمې او يا هيڅ زده کړې نه لري.))
د ده په وينا، ډېرى دغسې کسانو په تېرو کلونو کې د زده کړې جعلي اسناد هم جوړ کړي دي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى محمد هاشم بيا له واسطو او سفارشونو سر ټکوي او وايي لا هم په ډېرو ادارو کې د ګومارلو په پروسه کې د يوه چا زده کړو، وړتيا او کاري تجربې ته نه کتل کېږي او د شناخت او واسطو له لارې په دندو ګومارل کېږي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ډېر ځله داسې شوې چې د يوې ادارې د تشو بستونو لپاره لسګونو داسې کسانو ازموينه ورکړې وي چې لوړې زده کړې او تجربه لري، خو هغه کسان بريالي شوي وي چې شناخت او واسطه لري.
خو د کندهار د بشري سرچينو اداره دغه ادعاوې ردوي او وايي د تشو بستونو د ډکولو چارې د يوې ټاکل شوې څارونکې کمېټې له لارې تر سره کېږي، که هرڅوک شکايت ولري او يا د درغليو په اړه اسناد او شواهد ولري کولاى شي دې ادارې ته يې وسپاري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










