Language

جنرال رازق: د کلدارو کاروونکي به له قانوني چلند سره مخ شي

کندهار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د کندهار امنيه قوماندان وايي، هغه کسان چې په خپلو سوداګریزو معاملو کې کلداره وکاروي، څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

جنرال رازق دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د زمري په ١٣مه د  امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

نوموړي ويلي، هغه کسان به له قانون سره سم جريمه او د عدلي تعقيب لپاره څارنوالۍ ته ور پېژندل شي چې د راکړې ورکړې او تجارتي معاملو پر مهال د افغانۍ پر ځاى پاکستانۍ کلدارې او يا نورې بهرنۍ پيسې کاروي.

جنرال رازق زياته کړې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشرتابه او د ماليې وزارت له ټولو امنيتي ځواکونو په جدي توګه غوښتنه کړې چې د هېواد په بازارونو کې په کلدارو او نورو کرنسيو راکړه ورکړه بنده ده او پر ځاى دې يې يوازې له افغانيو کار واخيستل شي.

نوموړي پر خلکو غږ کړی چې په خپلو سوداګريز معاملو او راکړه ورکړه کې يوازې له افغانيو کار واخلي، که کوم څوک سرغړونه وکړي، د ماليې وزارت او افغانستان بانک له قانون سره سم به جريمه او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

امنيه قوماندان وايي: ((افغانستان زموږ ګډ کور دى، ملي ګټې، وياړونه او نېکمرغۍ مو شريکې دي، راځئ خپلې ګټې په ملي ګټو کې ولټوو او پر هر پړاو خپل ملي هويت وساتو.))

نوموړى وايي، پوليسو ته يې دنده سپارلې چې په بازارونو کې راکړه ورکړه او تجارتي معاملې وڅېړي او هغه کسان قانون ته وسپاري چې له دې امر څخه سرغړونه کوي.

هغه دغه راز له خلکو غوښتي چې په پوره يووالي په هېواد کې د پرديو د اقتصادي، سياسي او فرهنګي نفوذ د مخنيوي په برخه کې په ګډه کار وکړي.

څو ورځې وړاندې په کندهار کې د افغانستان بانک مسوولينو خبر ورکړ چې د سويلې حوزې په ټولو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې نږدې ډېره راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي چې نه يوازې يې د افغانۍ ارزښت زيانمن کړى، بلکې په دې برخه کې يې ملي هويت له پوښتنې سره مخ کړى دى.

د کندهار د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي اغا پژواک خبري اژانس ته ويلي، نن د کندهار د صرافۍ په مارکېټ کې ١٠٠٠ افغانۍ په ١٨٠٠ کلدارو او يو امريکايي ډالر په ٦٢ افغانيو بدلېږي، په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې ١٠٠٠ افغانۍ په ١٦٦٠ افغانۍ او يو امريکايي ډالر په ٦٩ افغانۍ وو.

login or register a new account.

Related Topics