Language

“د سپين بولدک- چمن لار به تر سبا پورې پرانيستل شي”

کندهار (پژواک، ٢ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې د سپين بولدک- چمن د لويې لارې د خلاصولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره لا هم خبرې روانې دي او تمه ده، چې تر سبا پورې لار  پرانيستل شي.

ياده شوې لار نن په شپږمه ورځ هم تړلې ده، د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي چې له همدې امله ورته ٦٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې د خلاصولو په اړه په ولايتي کچه د پاکستان له جنرال کونسل او په مرکزي کچه د بهرنيو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره همدا نن هم خبرې شوې دي.

هغه تمه وښودله چې پيل شوې خبرې به مثبتې پايلې ولري او کېداى شي د سپين بولدک- چمن لار نن يا سبا پرانيستل شي.

بل خوا په کندهار کې د تازه مېوې سوداګر وايي، د لارې د بندېدو له امله دوى ته د اوښتي زيان کچه شاوخوا ٦٠ ميليونه افغانيو ته رسېدلې ده.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، نن شپږمه ورځ ده چې دغه لاره هم د صادراتو او وارداتو او هم د عامو خلکو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه، له همدې امله سوداګرو ته تر دې مهاله شاوخوا ٦٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى، ځکه کله چې لار خلاصه وه، هره ورځ له ١٠٠ تر ١٥٠ ټنه انګور او نورې مېوې پاکستان ته صادرېدلې.

د ده په خبره، د لارې د بندېدو له امله نه يواځې دغه صادرات درېدلي، بلکې د هغوى زرګونه کارګر بې کاره شوي، د ترانسپورټي شرکتونو موټر درېدلي او وېره ده چې ډېره اندازه انګور په باغونو کې خراب شي.

دى وايي، چارواکو دوى ته هم ډاډ ورکړى چې لار ښايي تر سبا پورې خلاصه شي.

خو نوموړي دا هم وويل، که د لارې د بندېدا ٥٠ سلنه  زيان افغان سوداګرو ته اوړي، نو ٨٠ سلنه يې پاکستاني سوداګرو ته اوړي، ځکه د هغوى په مېوو او نورو خوراکي توکو بار لسګونو موټر د دروازې په هغې غاړې کې ولاړ دي چې ډېر يې خراب شوي دي.

دغه راز د دروازې په دواړو غاړو کې په زرګونو خلک چې د درملنې، کار او نورو اړتياوو لپاره پر دې لار تګ راتګ کوي، د لارې د بندېدو له امله سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغوى هم له چارواکو غوښتنه کوي چې د دغې لارې د خلاصولو لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي.

login or register a new account.

Related Topics