Language

د دوستۍ دروازې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو ته تر ١٢ ميليونه افغانيو ډېر زيان اوړي

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د سپين بولدک- چمن لار نن په يوولسمه ورځ هم تړلې ده او چارواکي وايي، د دې لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو، سوداګرو او دوکاندارانو ته له ١٢ ميليونه افغانيو ډېر زيان اوړي.

په سوېل کې دغه مهمه ټرانزيټي لار د روان کال د زمري مياشتې په ٢٨مه د پاکستاني لوري له خوا په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې افغانانو د دغه هېواد بيرغ سوځولى دى.

د لارې د خلاصولو پر سر تر دې مهاله له پاکستانيو چارواکو سره څو ځلې خبرې شوې، خو تر اوسه يې مثبتې پايلې نه دي درلودلې.

سرچينې وايي، پاکستانى لوري د لار د خلاصولو لپاره افغان لوري ته داسې شرطونه وړاندې کړي چې د منلو نه دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يوولسمه ورځ ده چې د سپين بولدک- چمن لار لا هم د هر ډول ترافيکو او خلکو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه، د لارې د بندېدو له امله د سوداګرو، دوکاندارانو او عامو وګړو ورځنى ژوند او کاروبار اغېزمن شوى او هره ورځ شاوخوا ١٢ ميليونه افغانۍ زيان ور اوړي.

دى وايي، که دغه زيان محاسبه شي، نو تر نن ورځې خلکو ته د لارې د بندېدو له امله ١٣٢ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى، چې لويه اقتصادي ضربه ده.

د ده په خبره، د لارې د بندېدو له امله د صادراتو او وارداتو لړۍ په ټپه درېدلې او دغه راز د هغو زرګونو خلکو تګ راتګ هم بند شوى، چې هره ورځ يې پر دې لاره د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتياوو لپاره تلل راتلل.

خپلواک وويل: ((د لارې د بېرته خلاصولو په موخه څو ځلې په چمن کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ خبرې وشوې، دغه راز د بهرنيو چارو رياست په کندهار کې د پاکستان له جنرال کونسل سره مذاکرات وکړل او په دې وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د اسلام اباد له چارواکو سره خبرې کړې، خو هر ځل ناکامې شوې او لار لا هم بنده ساتل کېږي.))

د ده په خبره، پاکستاني لوري د لارې د بېرته خلاصولو په موخه يو لړ شرطونه ايښي چې د منلو نه دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

خو باوري سرچينې وايي چې پاکستان له افغان لوري غوښتنه کړې چې د بيرغ سوځولو له امله دې بښنه وغواړي او دا ضمانت دې ورکړي، چې بيا به داسې پېښې نه تکرارېږي او د دې تر څنګ به هره ورځ د سپين بولدک- چمن لار په رسمي پوځي مراسمو پرانيستل کېږي.

چارواکي د پاکستان دغه غوښتنې د اصولو خلاف ګڼي او وايي، دوى ته د منلو نه دي.

خو خلک هر څه ژر د دغې لارې د خلاصېدو په تمه دي، دوى وايي نن يوولسمه ورځ ده چې لا هم لار تړلې ده او له دې امله درانه زيانونه ګالي، نور دغه حالت ورته د زغملو نه دى.

شمس الله د سپين بولدک په بازار کې برېښنايي سامان الاتو پلورنځى لري، دى وايي، هغه مهال چې لار خلاصه وه، هره ورځ يې له پنځوسو تر شپېتو زرو افغانيو سودا کېده، خو اوس چې لار بنده شوې پنځه زره افغانۍ سودا هم نه کېږي.

د ده په خبره، پخوا به هره ورځ سپين بولدک ته د چمن له هغې غاړې زرګونه خلک د سودا لپاره راتلل.

دى وايي، د لارې بندېدو عامو خلکو ته ستونزه جوړه کړې او د دوى ژوند يې اغېزمن کړى دى، په کار ده پاکستانى لورى له ضديته تېر شي او دغه لار پرانېزي.

بل خوا د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولين هم وايي چې د لارې د بندېدو له امله يې بار وړونکي او د سورلۍ موټرونه همداسې ولاړ دي او هره ورځ درانه زيانونه ور اوړي.

احمد شاه له کندهاره تر سپين بولدک پورې موټر چلوي، ده پژواک اژانس ته وويل: ((مخکې چې لار خلاصه وه، نه يواځې په سلګونو بار وړونکو موټرونو بېلابېل تجارتي توکي له سپين بولدک څخه کندهار ته راوړل، بلکې په زرګونو خلک له کندهار څخه کويټې او له هغه ځايه بېرته کندهار ته د درملنې او نورو اړتياوو په موخه تلل راتلل، خو اوس دا هر څه په ټپه درېدلي.))

د ده په خبره، د لارې بندېدا د ټولو خلکو ژوند اغېزمن کړى او هره ورځ د لارې د خلاصېدو په انتظار تېروي.

بل خوا د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي، پاکستان د سپين بولدک- چمن لار داسې مهال تړلې چې دغلته د انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولولو موسم دى او د دغو حاصلاتو ٩٠ سلنه يې پاکستان ته صادرېږي.

د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، هره ورځ يواځې د تازه مېوې سوداګرو او باغ لرونکو ته شاوخوا ١٠ ميليونه افغانۍ زيان اوړي.

ده وويل، له هغه وروسته چې لار بنده شوې، شاوخوا ٣زره کاريګر بې کاره شوي او په سلګونو بار وړونکي موټر  يې درېدلي دي.

د ده په خبره، دوى په تمه وو چې لار به ژر بېرته خلاصه شي، خو اوس ناهيلي شوي او هره ورځ درانه زيانونه زغمي.

څو ورځې وړاندې په سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو د درېيمې لوا کمېسار سمونوال محمد علي داوري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې اصلي ستونزه له هغه ځايه سرچينه اخلي چې پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د هند خلاف لاريون پلان کړى و.

ده وويل، لاريون کوونکو نه يواځې د هند او افغانستان خلاف شعارونه ورکول، بلکې د دغه هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي د عکس تر څنګ يې د ولسمشر محمد اشرف غني عکس هم سوځاوه.

دى وايي، پاکستاني لوري په داسې حال کې د کرښې په صفري برخه کې د ټولو اصلو خلاف لاريون پلان کړى و چې نه دغلته د هندوستان کومه نمايندګي او نه کوم استازى شته.

د ده په خبره، پر دې موضوع يې له پاکستاني لوري سره خبرې هم کړي او هغوى ته يې ويلي، چې که دا لاريون د هند خلاف و، نو ولې دلته کېده، دا لاريون بايد په اسلام اباد کې د هند د سفارت مخې ته شوى واى.

نوموړي دا هم وويل چې په هر ځل مذاکراتو کې پاکستاني لوري ژمنه کړې چې د خبرو له پاى ته رسېدو وروسته به لار خلاصوي، خو هغوى پر خپلو ژمنو نه دي درېدلې او لا يې هم لار تړلې ساتلې ده.

دى وايي، نه پوهېږي چې د هغوى موخه څه ده او ولې د لارې د خلاصولو په اړه خپلې ژمنې نه عملي کوي.

Related Topics