کندهار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پر يوه موټر سايکل د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په سيوري سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، دوه تنه ملکي وګړي چې پر موټر سايکل سپاره وو، پر لاره روان وو چې د سړک د غاړې ماين ورباندې وچاودېد او دواړه يې وژلي دي.
دى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د نېش ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيف الله هم پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوي ملکي وګړي د دې ولسوالۍ د ويان درې اوسېدونکي وو چې پر خپل موټرسايکل د ولسوالۍ مرکز ته تلل.
په يوه ترافيکي پېښه کې بيا يو ماشوم مړ شوى او پنځه تنه ټپيان دي.
پېښه د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پل په سيمه کې شوې ده.
خپلواک وايي، يو زرنج موټرسايکل چې شپږ تنه په کې سپاره وو د تېز تګ له امله يوې ويالې ته غورځېدلى چې له امله يې يو ١١ کلن ماشوم مړ شوى او ٥ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د ارغستان ولسوالۍ په وام دره سيمه کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په کې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
د والي وياند وايي، يوې ډلې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته وسله وال بريد کړى وو چې پر مهال يې يواځې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
login or register a new account.