Language

اکبر اغا: په هېواد کې د روان ناورين د ختمولو لپاره افغانستان شموله شورا جوړوو

کندهار (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): پخوانى طالب مشر سيد اکبر اغا وايي، په افغانستان کې د روان ناورين د مخنيوي په موخه داسې يوه شورا جوړوي چې د ټول هېواد پوهان، ديني عالمان او مخور به په کې ګډون ولري.

نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ١٣مه، په کندهار کې يوې جوړې شوې غونډې ته وکړې چې د هېواد د بېلابېلو زونونو د مخورو او مشرانو تر څنګ په کې د کندهار ديني عالمانو، قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو او نورو په کې ګډون کړى وو.

سيد اکبر اغا دغې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، څه له پاسه دوه کاله مخکې يې د افغانستان د خلاصون لارې په نوم يوه عالي شورا جوړه کړې، چې موخه يې په هېواد کې روانې غميزې ته د پاى ټکى اېښودل دي.

هغه زياته کړه، په دې لړ کې يې يو شمېر ولايتونو ته سفرونه کړي او د سيمو له مشرانو، ديني عالمانو او مخورو سره ليدلي او هغوى يې هڅولي چې خپل هېواد د ستونزې حل بايد په خپله ولټوو.

ده يادونه وکړه چې له بده مرغه د هېواد اوسنى وضعيت د بدۍ پر خوا روان دى.

اکبر اغا وايي، په دې ټوله غميزه کې تر بل هر چا لوى زيان ولس ته رسېږي او همدا ولس دى چې هره ورځ په جګړو کې په يو او بل نوم وژل کېږي.

ده زياته کړه: ((که په يوه سيمه کې طالب چاودنه کوي، يو کس چې د دوى هدف دى، هغه په کې وژل کېږي، خو لسګونه نور په کې بې ګناه خلک وژل کېږي؛ دغه راز که بهرنيان په کومه سيمه کې بمبار کوي، هم يو د هغوى هدفي کس او نور ټول بې ګناه خلک په کې وژل کېږي.))

سيداکبر اغا وويل، د افغانستان روانه ستونزه د قطر، پاکستان، امريکا او نورو په لاس نه، بلکې په ملت هوارېږي چې د دوى موخه هم د ملت راټولول او ستونزو ته د حل لارې لټول دي.

خو ده دا هم وويل چې دغه کار يې په داسې حال کې راپيل کړى چې تر بل هر وخت بې باوري ډېره شوې ده، خو د ده په خبره، هم يې دولت او طالبانو او هم ولس ته په ډاګه کړې ده چې يواځينى هدف يې د ملت د درد دوا کول دي.

دى وايي، کندهار ته په همدې موخه راغلى چې همدا پيغام تر خلکو ورسوي، د هېواد د هرې سيمې، هر قوم پوهان، ديني عالمان، قومي مشران او مخور سره راټول کړي او يوه افغانسان شموله شورا جوړ کړي او بيا د هېواد ستونزې د حل لپاره همدې شورا ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې ګڼو نورو ديني عالمانو او مخورو هم خبرې وکړې، چې د هېواد له روان وضعيت څخه يې سرټکونه کوله.

د ننګرهار ولايت څخه راغلي مخور او د پوهنتون پخوانى استاد پروفيسر محمد انور سلطاني وويل، دلته راټولېدنه د واک د اخيستلو او يا نظام ته د ستونزو جوړولو لپاره نه ده، بلکې د افغانستان د برخليک لپاره ده.

login or register a new account.

Related Topics