Language

د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان کلنګار کې د يو شمېر کليو لار تړلې

پل علم (پژواک،٣تله۹۵): د لوګر د مرکز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له تېرو شلو ورځو راهيسې د کلنګار په سيمه کې د ١٥کليو عامه لاره د خلکو پرمخ تړلې ده.

د لوګر ولايت د مرکز پل علم د کجي سيمې اوسېدونکي جاوېد احمد د وږي په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ميراجان له تېرو شلو ورځو راهيسې د کجي، شاهي کلا، اخندخېلو او ملايانو په ګډون د ١٥ کليو لويه لاره تړلې ده.

هغه زياته کړه: (( دغه لاره يې د کلنګار د سيدانو په سيمه کې تړلې او خپلو عسکرو ته يې امر کړى که چا په دې لاره د تېرېدو کوښښ وکړ، نو ښه يې وډبوئ.))

ده وويل چې د ميراجان کسانو د دوى څو تنه کليوال په همدې لاره د تېرېدو له امله اول ښه وهلي او بيا يې تړلي دي.

هغه زياته کړه: (( دا لاره يې ځکه بنده کړې چې وايي ستا له کليو څخه طالبان راځي نو ځکه موږ دا لاره تړلې ده.))

دغه راز د شاهي کلا اوسېدونکي عزيزالله هم پژواک ته وويل چې د قوماندان ميرا جان کسانو لاره تړلې ده، عامو خلکو، دولتي مامورينو، زده کوونکو او ان ناروغانو ته هم په دې لاره د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

ده وويل چې په نورو سيمو کې سيمه ييز پوليس د خلکو امنيت ساتي، خو دلته سيمه ييزو پوليسو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

دغه راز په پل علم کې قومي مشر حاجي صمد هم د يادې موضوع په تاييد سره وويل : ((څو لنډه غرو او ټوپکوالو دسلګونو کورنيو لاره په زور تړلې او چارواکي چوپه خوله ناست دي.))

ده زياته کړه: (( د دې ظالم قوماندان له لاسه څوک حکومت ته شکايت هم نه شي کولاى ځکه شکايت ته رسېدنه نه کيږي او بيا دا کس له قوماندان سره په مشکل کې پاتېږي.))

ده پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې يادې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي کنه په دې سيمه کې به د سني او شيعه ترمنځ نښته پيل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سيدانو سيمه کې شيعه ګان اوسيږي او قوماندان ميراجان هم شيعه دى.

پرله پسې مو هڅې وکړې ترڅو د اړوندې موضوع په اړه د ميراجان نظر واخلو خو بريالي نه شولو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.