پل علم (پژواک،٣تله۹۵): د لوګر د مرکز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له تېرو شلو ورځو راهيسې د کلنګار په سيمه کې د ١٥کليو عامه لاره د خلکو پرمخ تړلې ده.
د لوګر ولايت د مرکز پل علم د کجي سيمې اوسېدونکي جاوېد احمد د وږي په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ميراجان له تېرو شلو ورځو راهيسې د کجي، شاهي کلا، اخندخېلو او ملايانو په ګډون د ١٥ کليو لويه لاره تړلې ده.
هغه زياته کړه: (( دغه لاره يې د کلنګار د سيدانو په سيمه کې تړلې او خپلو عسکرو ته يې امر کړى که چا په دې لاره د تېرېدو کوښښ وکړ، نو ښه يې وډبوئ.))
ده وويل چې د ميراجان کسانو د دوى څو تنه کليوال په همدې لاره د تېرېدو له امله اول ښه وهلي او بيا يې تړلي دي.
هغه زياته کړه: (( دا لاره يې ځکه بنده کړې چې وايي ستا له کليو څخه طالبان راځي نو ځکه موږ دا لاره تړلې ده.))
دغه راز د شاهي کلا اوسېدونکي عزيزالله هم پژواک ته وويل چې د قوماندان ميرا جان کسانو لاره تړلې ده، عامو خلکو، دولتي مامورينو، زده کوونکو او ان ناروغانو ته هم په دې لاره د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
ده وويل چې په نورو سيمو کې سيمه ييز پوليس د خلکو امنيت ساتي، خو دلته سيمه ييزو پوليسو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
دغه راز په پل علم کې قومي مشر حاجي صمد هم د يادې موضوع په تاييد سره وويل : ((څو لنډه غرو او ټوپکوالو دسلګونو کورنيو لاره په زور تړلې او چارواکي چوپه خوله ناست دي.))
ده زياته کړه: (( د دې ظالم قوماندان له لاسه څوک حکومت ته شکايت هم نه شي کولاى ځکه شکايت ته رسېدنه نه کيږي او بيا دا کس له قوماندان سره په مشکل کې پاتېږي.))
ده پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې يادې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي کنه په دې سيمه کې به د سني او شيعه ترمنځ نښته پيل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په سيدانو سيمه کې شيعه ګان اوسيږي او قوماندان ميراجان هم شيعه دى.
پرله پسې مو هڅې وکړې ترڅو د اړوندې موضوع په اړه د ميراجان نظر واخلو خو بريالي نه شولو.
د اړوندې موضوع په اړه د سيدانو د کلي يو تن سيمه ييز پوليس سيد صابرشاه پژواک ته وويل: (( هو دا لاره موږ د طالبانو لپاره تړلې ده، طالبان له همدې کليو راځي او پر موږ حملې کوي خو ولس ورته هيڅ هم نه وايي خو اوس چې موږ لاره تړلې ده، د دوى چغو ټوله نړۍ نيولې ده.))
د هغه په وينا، تر هغه به دغه لاره د خلکو پرمخ پرانستل نه شي، ترڅو د دې کليو اوسېدونکي خپل اولادونه له ماين خښولو او وسله وال فعاليت څخه نه وي بند کړي.
ده وويل: (( اول بايد خپل بچيان له ناروا کارونو منع کړي او بيا دې موږ ته ليکلى ضمانت راکړي نو بيا به موږ لاره خلاصه کړو.))
د سيدانو د کلي اوسېدونکي سيدابراهيم هم پژواک ته وويل چې دغه لاره تړل شوې او يواځنى لامل هم په دې کليو کې د وسله والو شتون دى.
ده وويل: (( له کله نه چې دغه لاره تړل شوې دلته ارامي ده او هيڅ مشکل نشته دى.))
بل لورته بيا د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل: (( په دې اړه تر اوسه چا موږ ته شکايت نه دى کړى، خو هېڅوک حق نه لري چې د ولس پر وړاندې زور زياتى وکړي او يا هم لاره وتړي.))
صالح وايي که خلک دوى ته شکايت وکړي نو د تېر کال په څېر به يو ځل بيا دوى دغه لاره د خلکو پرمخ پرانيزي.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې ميراجان وروسته تر هغه ياده لاره د خلکو پرمخ وتړله چې وسله والو طالبانو يې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
دغه چارواکى وايي: (( قوماندان ميراجان په خپلسر د دولت له امکاناتو ناوړه ګټه پورته کوي خلک وهي، لويه لاره يې د ستر ولس او ګڼ شمېر کليو پر مخ تړلې ده.))
ده وويل چې ياد قوماندان په دې سيمه کې د پښتو او دري ترمنځ د نفاق اور بلولو ته لمن هم وهي.
د يادونې ده چې قوماندان ميراجان لوړه ونه او لويه ږيره لري چې د پل علم اوسېدونکي يې له نوم سره بلد دي او له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دى.
دغه قوماندان په سيمه کې د طالبانو ډير ضد بلل کيږي نو ځکه يې طالبانو هم تر اوسه پنځه ځلې د ترور هڅې کړې دي.
په تېرو دوو کلونو کې دا درېيم ځل دى چې ميرا جان ياده لاره د خلکو پرمخ تړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










