ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د عامه کتابتون لپاره ودانۍ جوړيږي

د خوست د عامه کتابتون لپاره ودانۍ جوړيږي

author avatar
30 Sep 2016 - 14:21
د خوست د عامه کتابتون لپاره ودانۍ جوړيږي
author avatar
30 Sep 2016 - 14:21

خوست ښار (پژواک، ٩ تله ٩٥): د خوست د عامه کتابتون لپاره دغه ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت د خوست ښار لويديځ لورته د حلقوي سړک په غاړه د خوست د ملي موزيم ودانۍ ترڅنګ جوړيږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د تلې په ٩مه، د يادې ودانۍد بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغه کتابتون په جوړيدو سره به په خوست کې د مطالعې فرهنګپياوړی شي.

هغه له ځوانانو په ځانګړي ډول د پوهنتون محصلينو او د ښوونځيو له زده کونکو غوښتنه وکړه، چې په ځان کې د کتاب لوستلو فرهنګ نور هم پياوړی کړي.

ده زياته کړه ((زه په ټولو ځوانانو باندې په خانګړي ډول په اهل معارف باندې غږ کوم چې کتاب سره مينه زياته کړي، د کتاب لوستلو فرهنګ پياوړی کړي او دا هغه څه دي، چې زموږ د ټولنې راتلونکی ور پورې تړلی دی)).

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ رييس عبدالمقيم افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده ودانۍ کې د يو عصري او مجهز کتابتون ټول اړين ملحقات په پام کې نيول شوي.

نوموړي وويل، چې پردې ودانۍ باندې ۹،۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه: ((دا د يو عصري مکمل کتابتون پروژوه ده، چې د کتابتون لپاره يو تالار په نظر کې نيول شوی، د غونډو لپاره يو تالار په نظر کې نيول شوی او نور اړين دفترونه په نظر کې نيول شوي دي)).

د معلوماتو له مخې دا مهال د خوست په عامه کتابتون کې، چې د ملي موزيم ودانۍ په يوه برخه کې جوړ شوی، شاوخوا ۱۱ زره ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدامين شاه الفت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د کتابتون د سرپناه ستونزه هواره شي.

هغه زياته کړه، چې د کتابتون په غني کيدو کې به پوره هڅې وکړي او په ورته وخت کې د خوست له سوداګرو او پانګه والو هم غواړي، چې کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.