ميمنه (پژواک،١٣تله ٩٥): فارياب کې امنيتي مسوولين وايي چې نن د فارياب ميمنې ښار کې يو زده کونکى د چاقو پر ګوزارونو ووژل شو.
د فارياب ولايت د پوليسو لومړۍ حوزې امر محمدظاهر رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٠ بجې د ميمنې ښار عربخانه لېسې زده کونکى ١٨ کلن صابر د چاقو پر ګوزارونو ووژل شو.
نوموړي زياته کړه چې د ياد زده کونکي قاتل غلام نومېږي چې په "غلام کل" پېژندل کېږي او يو کوڅه ډبى انسان دى چې د پوليسو لومړۍ امنيتي حوزې منسوبينو له لوري نيول شوى دى.
هغه ددې وژنې لامل شخصي تربګنۍ په ګوته کړه.
د فارياب ولايت پوليسو د لومړۍ حوزې امر وويل چې د غلام کل ورور هم څو مياشتې وړاندې د اختطاف په تور نيول شوى او دا مهال بندي دى.
ميمنې ښار کې د افغان –ترک روغتون عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت وويل چې د وژل شوي کس په سينه کې يو چاکو ګوزار لګېدلى او روغتون ته له لېږد څخه وړاندې ساه ورکړې ده.
د وژل شوي تن پلار نذيرباى وويل چې زوى يې د ميمنې ښار يو اوسېدونکي غلام کل په نوم کوڅه ډبي له لوري وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه چې صابر له چا سره تربګني نه درلوده د ښوونځي زده کونکى و او په دې وروستيو کې کوژدن شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن