Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جبار قهرمان: وسله وال مخالفين نور په هلمند کې پرمختګ نه شي کولاى

 

 

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ تله ۹۵): د هلمند اوپراتيفي مسوول وایي، د دولت وسله والو مخالفينو د پاکستان او ايران د فشارونو له امله هلمند کې ځينې پرمختګونه وکړل، خو نور پرمختګ نه شي کولاى.

عبدالجبار قهرمان چې نن يې هلمند کې خبرې کولې، وويل چې ايران او پاکستان په افغانستان کې ښکاره لاسوهنې کوي.

دى وايي، په ځانګړې توګه پاکستان غواړي وسله والو طالبانو ته په هلمند کې په ځای پیدا کولو سره له  نړیوالو نیوکو او فشارونونو ځان خلاص کړي.

د ده په وينا، د همدې هڅو په پايله کې په تېرو درې میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ځینې پرمختګونه وکړل، خو په درانه قمیت ورته تمام شول؛ ځکه چې د طالبانو ځينې لوړپوړي مشران او ډېر کسان په مځکنيو او هوايي بريدونو کې ووژل شول.

د ده په اند، طالبانو نور هلته د مقاومت توان له لاسه ورکړى دى.

هغه زياتوي:"نور مخالفین یو قدم هم مخته نشي تلای، امنیتي حالات تر کنــټرول لاندې دي."

دى وايي چې د دولت وسله وال مخالفين د هلمند مرکز لښکرګاه او د دې ولايت ګرشک ولسوالۍ ته نه  شي ننوتلی او ډېر ژر به د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره هم عمليات پيل شي چې د دولت له کنټرول څخه وتلې دي.

قهرمان د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په امنيتي ځواکونو کې ځينې ستونزې لکه نه همغږي او داسې نورې وې، خو اوس ټولې دغه ستونزې له منځه تللي او ډېر ژر به پرمختګونه رامنځته شي.

هغه وايي:"مرکزي او ولایتي اداره د حالاتو د سمون لپاره ډیرې هڅې کوي.

ده زياته کړه:"زه هم له مخالفینو څخه د جګړې د بندیدو غوښتنه کوم، جګړه د حل لاره نه ده، که داسې ونه شي نور نو کرار نه کېنو، په مخالفینو پسي ورځم او بیا به په ټول هلمند کې د دوی رېښې وباسم."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.