پلخمرى (پژواک،۱۶تله ۹۵): د بغلان پوليس د امنيتي ځواکونو پر کاروان د بريد پرمهال ٢٣ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو طالبان بيا امنيتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو او زيانونو اړولو ادعا کوي .
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال نور حبیب گلبهاري وايي چې ددولت وسله والو مخالفينو تېره ورځ درې بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبې تپه او جنګل باغ سيمو د امنيتي ځواکونو پر هغه کاروان چې د کندوز پر لور روان و بريد وکړ .
هغه چې نن سهار له پژواک اژانس سره خبرې کولې وويل چې يادې جګړې د شپې تر اته نيمو بجو دوام درلود او اوس هم پراګنده ډزې کيږي .
نوموړي بې له دې چې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ووايي زياته کړه چې په دې جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي .
خو د مرکزي بغلان د شاهي خېلو سيمې يوتن اوسېدونکي معلم روح الله پژواک ته وويل: ((ما په خپلو سترګو وليدل چې دوه رېنجر موټر ، درې حاموې موټرو او يوه لوى ټانګ د سړک پر سر اور اخيستى و او جنګ دوام درلود .))
هغه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه چې د څلورو قوماندانانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي چې د دوو تنه په جنازه کې يې ده ګډون کړى .
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې طالبانو په ياده شوې جګړه کې د دولتي ځواکونو په لسګونو ټانکونه ، رېنجر او ټېلر موټر ويجاړ او يا نيولي دي او په لسګونو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته ده .
نوموړي تېره شپه ادعا کړې چې طالبان د بغلان مرکز پلخمري ته داخل شوي او جنګ دوام لري ، خو د بغلان چارواکي د طالبانو دا ادعا ردوي .
د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوید بشارت وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر يوې پوستې بريد کړى و چې له ماتې سره مخ شو او اوس حالت ارام دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن