Language

د کندهار- اروزګان تر منځ نوې لار پرانيستل شوه

کندهار (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان تر منځ يې نوې لار پرانيستې او خلک کولاى شي په ډاډه زړه پر دې لار تګ راتګ وکړي.

د کندهار- اروزګان لار شاوخوا يوه مياشت وړاندې، هغه مهال د ترافيکو پر مخ وتړل شوه چې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړو زور واخيست او د اروزګان تر مرکز ترينکوټ پورې ورسېده.

وسله والو مخالفينو هم مهاله د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د کندهار- اروزګان د لارې په اوږدو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او لاره يې په ماينونو وپوښله.

د کندهار امنيتي ځواکونو د دغې لارې د بېرته پرانيستلو په موخه عمليات تر سره کړل او شاوخوا ٤٠ ورځې يې دوام وکړ.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ملي اردو د نورو امنيتي ارګانونو په ملتيا د لارې د خلاصون لپاره عمليات پيل کړي چې اوس هم دوام لري.

خو دى وايي، د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د کندهار-اروزګان تر منځ نوې لار پرانيستل شوې چې خلک پرې په ډاډه زړه تګ راتګ کولاى شي.

هغه زياته کړه، دغه لار له شاوليکوټ ولسوالۍ ور هاخوا له نېش او ميانشين ولسواليو تېرېږي چې د پخوانۍ لارې په پرتله يې امنيت ښه دى او په اوږدو کې يې نورې امنيتي پوستې هم ځاى پر ځاى شوې دي.

ده وويل، د لارې د خلاصون په عملياتو کې تر دې مهاله ٩٢ وسله وال وژل شوي او ٥٨ تنه ټپيان شوي او دغه راز يو د ملي اردو او يو د پوليسو سرتېرى وژل شول او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، پر دې لاره د وسله والو له خوا ٨٩ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

د کندهار د فوايد عامې رييس انجنير عبدالمحمد احسان هم وايي، د رياست اړوند وسايط او وسايل يې د ملي اردو د ځواکونو په واک کې ورکړي وو، څو د خلکو د ستونزو د هواري په موخه متبادله لاره جوړه او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

ده هم وويل چې اوسنۍ لاره د پخوانې په پرتله له امنيتي پلوه ښه ده او په اوږدو کې يې نوې پوستې هم ځاى پر ځاى شوې دي.

دى زياتوي، د دغې فرعي لارې په پرانيستل کېدو سره به نور دا ستونزه نه پېښېږي، چې د کندهار- اروزګان لار دې يو مخيزه تړلې وې.

login or register a new account.