کلات(پژواک،٢٢تله٩٥): د زابل د ولايتي شورا د رييس په موټر د ماين چاودنه وشوه او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د زابل د ولايتي شورا د رييس په موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې دغه چاودنه د شينکۍ ولسوالۍ د ډب کوتل په سيمه کې شوې ده.
د ده په وينا، د ولايتي شورا رييس له شينکۍ ولسوالۍ څخه مرکز کلات ته پر لار و چې له دې پېښې سره مخ شو.
د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان پژواک ته وويل چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و .
ده زياته کړه چې دغه چاودنه د ده په موټر شوې خپله جوړ دى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP