منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زابل د ولايتي شورا رييس دوه ساتونکي ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۹ کتنې

کلات(پژواک،٢٢تله٩٥): د زابل د ولايتي شورا د رييس په موټر د ماين چاودنه وشوه او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د زابل د ولايتي شورا د رييس په موټر  د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې دغه چاودنه د شينکۍ ولسوالۍ د ډب کوتل په سيمه کې شوې ده.

د ده په وينا، د ولايتي شورا رييس له شينکۍ ولسوالۍ څخه مرکز کلات ته پر لار و چې له دې پېښې سره مخ شو.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان پژواک ته وويل چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و .

ده زياته کړه چې دغه چاودنه د ده په موټر شوې  خپله جوړ دى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې  ښه دى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه