کندهار (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د لويې لارې د ساتنې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دتلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادو شوو پوليسو پر موټر نن له غرمې مخکې هغه مهال چادونه شوې چې په ګزمه بوخت وو.
دى وايي، په دې پېښه کې درې سرتېري برسېرن ټپيان شوي او نور زيان يې نه دى اړولى.
خو يوه امنيتي سرچينه په دې پېښه کې د يوه سرتېري د وژل کېدو او دريو نورو د ټپي کېدو خبره کوي.
دغه راز د ښوراوک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې يو پوليس ټپي شوى دى.
خپلواک وايي، وسله والو پر ياده شوې پوسته وسله وال بريد کړى چې يوازې يو سرتېرى په کې ټپي شوى، خو د پوليسو په متقابلو ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يې معلومه نه ده.
د يوه بله خبر له مخې په دامان ولسوالۍ کې د يوه سراچه او يوه بايپور موټر د ټکر له امله ٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د اعظم کلا په سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، په دې پېښه کې ٢ تنه (يو نارينه او يوه ښځينه) مړه شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
login or register a new account.