ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د بشري حقونو په اړه علمي څېړنيز کنفرانس جوړ شو

په خوست کې د بشري حقونو په اړه علمي څېړنيز کنفرانس جوړ شو

author avatar
17 Oct 2016 - 17:07
په خوست کې د بشري حقونو په اړه علمي څېړنيز کنفرانس جوړ شو
author avatar
17 Oct 2016 - 17:07

خوست ښار (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): په خوست کې د بشري حقونو د عامه پوهاوي لپاره د شيخ زايد پوهنتون په کوربه توب يو ورځنى علمي او څېړنيز کنفرانس ترسره شو.

د بشري حقونو دغه يو ورځنی علمي کنفرانس چې د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو کمېسيون په همکارۍ جوړ شوی و، پر هغه مسايلو بحث وشو چې بشر په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ کيږي.

روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي حق د کورنۍ جوړولو حق، د سولې حق، د تورن حق او د تعليم حق ترڅنګ ځينې نور هغه اړين مسايل و، چې د بشري حقونو په دې علمي کنفرانس کې ورباندې تفصيلي معلومات ورکړل شول.

د شيخ زايد پوهنتون يو تن استاد زرولي صديقي وايي چې د دا ډول څېړنيزو او علمي کنفرانسونو په ترڅ کې خلک د ټولنې د بېلابېلو اړخونو په تړاو معلومات ترلاسه کوي او ټولنه د ناسم لوري نه سم  لورته رهبري کوي، خو هغه په دې برخه کې د امکاناتو غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي: ((که چېرې د پوهنتون استادانو ته پرهمدغو بېلابېلو ساحو کې چې ددوی پرمسلک پورې تړاو لري داسې زمينه برابره شي، نو دوی هر وخت کولی شي چې په پراخ مټ نورې څېړنيزې مقالې ترتيب او د ټولنې د سمون لپاره وړاندې کړي.)) 

په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر يوتن غړي محمديوسف ملاتړ ياد کنفرانس ته وويل چې د بشري حقونو د ترويج لپاره تر ټوله مهمه او اسانه لار  علمي مرکزونه او رسنۍ دي.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې اوس هم د زياتره دولتي چارواکي کړنې له بشري حقونو سره په ټکر کې دي چې ښه بېلګه يې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد شتون ياد کړ.

دى وايي: ((محاکمو کې فساد موجود دی او د فساد له امله ټول خلک خفه دي، علت يې دا دی چې عدالت نه تامينيږي او کله چې عدالت نه وي، د بشري حقونو درناوی هم نه کيږي او د دولت او ولس ترمنځ فاصله هم منځته راځي.))

د خوست د شيخ زايد پوهنتون يو بل استاد رباني وحدت بيا وايي چې که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې د بشري حقونو د ترويج په برخه کې يو څه کار شوی، خو هغه ډول نه لکه څه ډول چې د دوی تمه وه.

دی وايي: ((د بشري حقونو له جملې څخه يو هم عادلانه محکمې ته لاسرسۍ دی، چې زياتره افغانان له دې حقه بې برخې دي، چې لامل يې هم په اړونده ادارو کې فساد او د چارواکي ناغيړي بلل کيږي.))

بل پلو په ورته وخت کې د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس مجيب الرحمن کريمي ياد علمي کنفرانس ته وويل، چې د دا ډول علمي څېړنو مسايلو او مقالو خپرول به په عامه پوهاوي او د بشري حقونو په ترويج کې مهم تمام شي.

ده زياته کړه :((دغه موضوعات لکه د بشر لاسرسۍ روغتيا ته، کوم خنډونه دي او څه يې لامل دی، همدارنګه د ټولنې لاسرسۍ محاکمو ته، د ژوند چاپيريال رسنيو ته د ټولنې لاسرسۍ دا هغه عمده مسايل دي چې دغو نهو مقالو ځای پرځای شوي و.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.