کابل(پژواک، ٢ لړ م ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو وايي چې دغه خبرې بايد بين الافغاني شي او پاکستان دې په کې لاسوهنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرو له بريا وروسته، داسې راپورونه هم خپاره شول چې د وسله والو مخالفينو ډلې هم په قطر کې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې کړې او يو پلاوى يې پاکستان ته هم تللى دى.
طالبانو له افغان چارواکو سره د خپلو خبرو راپورونه رد کړل، خو دا يې منلې چې يوه پلاوي يې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه هغه هېواد ته سفر کړى دى.
د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صديقي وويل: ((اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي تګ، د افغانانو په خير نه دى، که طالبان او حکومت سوله غواړي، نو بايد د اسلامي حزب په څېر د بين الافغاني سولې زمينه برابره کړي.))
د هغه په باور، د سولې خبرو غږ يو ځل بيا ځکه د پاکستان له لوري پورته شوى چې طالبان د هېواد په ځينو سيمو کې له ماتې سره مخامخ دي او نور د جګړې توان نه لري.
د پاکستان يوه لوړپوړي مقام ويلي چې د دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرو، د افغان دولت نورو وسله والو مخالفينو ته هم د سولې لېوالتيا وربښلې ده.
د صديقي په خبره، د حکومت د سولې خبرو دوازه هر وخت د افغان دولت د ټولو وسله والو مخالفينو لپاره پرانيستې ده، خو بايد طالبانو ته فرصت ورنه کړل شي چې خپل ځان تمويل او تجهيز کړي.
د جرګې بل غړي نادر بلوچ پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه وويل چې پاکستان غواړي د سولې خبرو تر نوم لاندې، د دولت وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هېواد د امنيتي ځواکونو د عملياتو مخنيوى وکړي.
د جرګې بل غړي نثار حارث هم د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې له خبرو ملاتړ وکړ او وويل چې د سولې خبرې بايد د اسلامي حزب سره د خبرو په څېر بين الافغاني وي.
نوموړي همدارنګه وويل: ((حکومت پخوا هوډ کړى و چې له پاکستان سره خبرې نه کوي، خو ټاکل شوې چې د پاکستان يو پوځي پلاوى کابل ته راشي، مشرانو جرګه دې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پلاوي د راتګ مخنيوى وکړي، ځکه چې پاکستان هېڅکله هم د افغانستان په اړه رښتينى نه دى.))
هغه له افغان چارواکو وغوښتل چې ځير اوسي، ځکه چې پاکستان غواړي د بېلابېلو چلونو له لارې خپلې موخې ته ورسېږي.
د مشرانو جرګې لومړى مرستيال فرهاد سخي چې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، وويل: ((موږ هم له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې له هرې ښکېلې ډلې سره د سولې د خبرو ملاتړ کوو، د سولې دروازه پرانېستې، پخير دې راشي، څو ټول د سولې په فضا کې ژوند وکړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن