ژبه

په کندهار کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار (پژواک ١٨ لړم ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د ماين چاودنو له امله په ارغستان ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوه پوليس ټپيان دي.

د ارغستان پېښه نن مازيګر ناوخته د دې ولسوالۍ په توپانزو سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د ارغستان ولسوالۍ په توپانزو سيمه کې پر دوو ملکي وګړو هغه مهال د ماين چاودنه وشوه چې پر موټرسايکل روان وو.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې دواړه وګړي ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

دى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا تازه ځاى پر ځاى شوى و.

د يوه بل خبر له مخې، د سپين بولدک ولسوالۍ په شنه نري سيمه کې بيا د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې د خپلواک په خبره، دوه پوليس په کې ټپيان شوي دي.

خو يوه سرچينه بيا په دې پېښه کې د ٤ پوليسو د ټپي کېدو خبره کوي.

په کندهار کې په دې وروستيو کې د سړک غاړې د ماين چاودنو پېښې ډېرې شوې دي.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې هم پر يوه موټر سايکل د ماين چاودنه شوې وه چې په کې پلار، زوى او لور درې واړه وژل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع